"چارلي مې ګوته وچیچله"؛ د یوټیوب مشهوره ویډیو په ۷ نیم لکه ډالره خرڅه شوه

د خپرېدو وخت

د "چارلي مې ګوته وچیچله" اصلي ویډیويي کلپ د انټرنیټ د تاریخ یوه کوچنۍ برخه جوړوي. په دغه کلپ کې چې سلګونه میلیونه ځلې پر یوټیوب کتل شوی، کوچنی چارلي تر ځان د مشر ورور هاري ګوته چیچي.

خو دا کلپ اوس په ۷۶۰ زره ډالرو پلورل شوی او ټاکلې له یوټیوب لرې شي.

د ډېویس کار کورنۍ دغه کلپ د "این ایف ټي" یا نه بدلېدونکي انټرنیټي ټوکن یا سند په توګه بولۍ ته وړاندې کړی و.

"این ایف ټي" ځانګړی ډیجیټلي سند دی او دا ښيي چې پر خواله رسنۍ خپور شوی عکس، ویډیو او یا نور انلاین توکي د چا ملکیت دی.

د اوونۍ د پای ټوله ورځ د هغوی د لیلامۍ پاڼې ته بیې راتللې، خو یکشنبه د بولۍ په وروستیو ساعتونو کې یې بیه په ډراماتیکه توګه لوړه شوه.

پر دغه ویډیویې کلپ د دوو ناپېژانده اکونټونو "3fmusic" او "mememaster" لخوا توده بولي پر مخ ولاړه، چې بالاخره "3fmusic" وګټله.

دا ویډیويي کلپ په ۲۰۰۷ کال یوټیوب ته پورته شوی او له ۸۸۰ میلیون ځلو ډېر کتل شوی دی.

ټاکلې وه دغه کلپ د مې پر ۲۳مه د بولۍ تر پای وروسته له یوټیوب لرې شي، خو تر اوسه پر دغه پلټفورم شته دی.

پر انټرنېټ خپرې شوې اصلي ویډیوګانې، عکسونه، یادښتونه، پوستونه او نور توکي د ډیجیټلي هنر په توګه پلورل کېدای شي.

دا د هغو کسانو لپاره چې انلاین کلپونه لري، له ګټې وټې په یوه ډک کاروبار اوښتی دی.

په دې وروستیو کې د "Disaster Girl Meme" په نوم د یوې ځوانې نجلۍ عکس چې پکې خندلي یې دي او تر شا یې اور ښکاري، په ۴۳۰ زره ډالرو د این ایف ټي په توګه وپلورل شو.

د "چارلي مې ګوته وچیچله" مرموز او ناپېژانده پېرونکی اوس د دغه ویډیويي کلپ خاوند ګڼل کېږي او دا پرېکړه به کوي چې هغه تر دې وروسته څنګه او چېرته خپرېدی او کارېدی شي.

د بولۍ پر پاڼه دا هم ویل شوي و چې د این ایف ټي ګټونکي ته به دا چانس ورکول کېږي چې د دغه کلاسیک کلپ د اصلي لوبغاړو هاري او چارلي په وسیله د هغې نوې خندونکې بڼه جوړه کړي.

دغه ویب پاڼه زیاتوي اوس ۱۷ او ۱۵ کلن هاري او چارلي لپاره مناسب وخت دی چې د هغه له راتلونکي انټرنیټي تکراره ګټه واخلي.

دا کلپ په ۲۰۰۷ کال د هاري او چارلي پلار هاوارډ د دې لپاره یوټیوب ته پورته کړی و چې بریښنالیک کې یې په امریکا کې خپل ملګري او د هلکانو معنوي پلار ته نشو استولی.

د دې کورنۍ ویبپاڼه وايي دا کلپ د دغو هلکانو د سترېدو پړاو د ناڅاپې شیبو د فلم اخیستو په لړ کې ثبت شوی او په غیر ارادي ډول انټرنیټ ته پورته شوی دی.

دوی تر اوسه دا نه دي ویلي چې له دغه کلپ د پیسو لګولو ته څه پلان لري.