ټېسټ کرېکټ: لومړۍ پاڼۍ کې د شهیدي ۲۰۰ منډې؛ اصغر سره د ۳۰۷ منډو ملګرتیا

vv

د عکس سرچینه، ACB

د خپرېدو وخت

د افغانستان او زمبابوې کرېکټ‌ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ کې روانه ده. افغانستان خپله لومړۍ پاڼۍ د ۴ لوبغاړو له سوځېدو وروسته په ۵۴۵ منډو ختمه کړه.

حشمت الله شهیدي د افغانستان لپاره لومړۍ پاڼۍ کې ۲۰۰ او کپتان اصغر افغان ۱۶۴ منډې وکړې. دوی دواړه د څلورمې وېکټې لپاره د ۳۰۷ منډو ملرتیا هم وکړه.

شهیدي لومړۍ افغان لوبغاړی دی چې په ټېسټ لوبه کې دوه سوه منډې کوي، او له کپتان اصغر افغان سره یې د ۳۲۷ منډو ملګرتیا هم د افغانستان لپاره تر ټولو لویه ملګرتیا ده.

نوموړي خپلې دوه سوه منډې په ۴۴۳ توپونو جوړې کړې، او اصغر افغان د خپلو ۱۶۴ منډو لپاره ۲۵۷ توپونه ولوبول.

پر دوی دواړو سربېره ابراهیم ځدراڼ هم لومړۍ پاڼۍ کې ۷۲ او ناصر جمال ۵۵ منډې جوړې کړې.

افغانستان بلاخره د لوبې پر دویمه ورځ خپله لومړۍ پاڼۍ په ۵۴۵ منډو ختمه کړه او زمبابوې ته ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

وروستی حال دا دی چې زمبابوې خپله لومړۍ پاڼۍ کې تر دې دمه ۴۵ منډې کړې دي او کوم لوبغاړی یې نه دی سوځېدلی.

یاده دې وي چې زمبابوۍ د دې لړۍ لومړۍ لوبه په لس وېکټو ګټلې وه.‌

د راشد خان بېرته راتګ

راشد

د عکس سرچینه، ACB

د افغانستان سپېن توپ اچوونکی راشد خان، چې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د ګوتې ټپ له کبله نه و لوبېدلی،‌ یو ځل بیا لوبډله کې اخیستل شوی او تمه کېږي چې د افغانستان بالنګ برخه کې به ګټور ثابت شي.‌

په یوه جلا پرمختګ کې د کرېکټ‌ نړیوالې شورا (ای سي سي) د شل اوریزو لوبو لپاره د غوره لوبغاړو وروستۍ درجه بندي‌ اعلان کړې.‌

د افغانستان راشد خان د نارینه و شل اوریزو لوبو کې د بالنګ یا توپ اچونې برخه کې لا هم د جدول په سر کې دی او د نړۍ تر ټولو غوره بالر دی.‌