تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند او چین پر ګډه پوله له لانجمنې سیمې پوځیان لېرې کوي
هند او چین اعلان کړی دی چې د همالیې په غرونو کې پر خپله ګډه پوله له هغې لانجمنې سیمې پوځیان لېرې کوي چې د تېر ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې پکې د دواړو هېوادونو پوځیانو خونړۍ نښته کړې وه.
د هند دفاع وزیر راجنات سېنګ ویلي، له لداخ سیمې د پوځیانو په شا کولو پرېکړه د دواړو هستوي ځواکونو ترمنځ له اوږدو مذاکراتو وروسته شوې ده.
د ښاغلي سېنګ له دې څرګندونو یوه ورځ وړاندې چین هم ورته اعلان کړی وی.
د تېر کال د جون میاشتې له نښتې ورسته، چې لږ تر لږه شل هندي پوځیان پکې وژل شوي وو، د دواړړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې وې.
په دې نښته کې که څه هم وسله نه وه کارول شوې، خو رپوټونو ویل چې دا هندي پوځیان له خپلو چینایي سیالانو سره لاس په لاس جګړه کې وژل شوي وو.
ویل کېږي چې نښته کې د چین پوځیانو ته هم مرګژوبله اوښتې وه، خو تر اوسه په دې اړه کره مالومات نه دي ترلاسه شوي.
د هند دفاع وزیر پنجشنبه پارلمان ته وویل چې دواړه هېوادونه له سپتمبر میاشتې راهیسې له پوځي او دیپلوماتیکو لارو په اړیکه کې وو چې ستونزه حل شي.
راجنات سېنګ وویل، د دواړو هېوادونو د جګپوړو پوځي چارواکو ترمنځ له ۹ پړاوه خبرو وروسته پرېکړه وشوه دواه خواوې به د پنګونګ ډنډه له شمالي او سویلي څنډو خپل خپل پوځیان په شا کوي.
د چین دفاع وزارت هم د چارشنبې پر ورځ ویلي وو چې د پنګونګ ډنډ له څنډو یې په منظم ډول د پوځیانو په شا کېدل پیل شوي دي.
اصله لانجه پر څه ده؟
دا هغه سیمه ده چې هند او چین یې دواړه د مالکیت دعوه کوي او له همدې امله د نوي ډیلي او بیجنګ ترمنځ اړیکې ترینګلې پاتې شوې دي.
د هند دفاع وزیر راجنات سېنګ پارلمان ته وینا کې تور ولګاوه چې چین لداخ سیمه کې پر ګډه پوله ګڼ شمېر پوځیان او پوځي وسایل په حرکت کې راوستي.
نوموړي همدا راز ادعا وکړه چې چین ګډې پولې ته نږدې د هند پر نږدې ۳۸ زره کیلومتره مربع ځمکه ولکه کړې ده.
خو ښاغلي سېنګ ټینګار وکړ چې په وروستیو مذاکراتو کې یې چین ته هېڅ نه دي ور بښلي، او پر پاتې ستونزو به هم راتلونکي کې مذاکرات روان وي.
چین د هند دا ادعاوې ردوي، خو تېر کال جون میاشت کې له سټلایټ انځورونو مالومه شوې وه چې بیجنګ د ګلوان سیند ته نږدې سیمه کې پوځی تجهیزات جوړ کړي وو.
په دغه سیمه کې د هند او چین ترمنځ ګډه پوله، چې نږدې درې نیم زره کیلومتره اوږده ده، په ښکاره توګه نه ده نقشه شوې او ګڼې داسې سیمې پکې شته چې دواړه هېوادونه پرې د مالکیت دعوه کوي.
همدا راز سیمه کې د سیندونو، ډنډونو او واورین څوکو شتون په دې معنا دی چې ګډه یا کرښه بدلېدلی شي.
په سیمه کې د هند او چین پوځیان، چې د نړۍ دوه لوی پوځي ځواکونه دي، ډېر کله یو بل ته مخامخ کېږي.
خو د تېر کال جون میاشتې نښته، چې ویل کېږي د وسلې پر ځای لرګي او اوسپنې پکې کارول شوې وې، له ۱۹۷۵ کاله راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ خونړۍ نښته وه.
د دواړو هېوادونو پوځیان په تېره جنورۍ میاشت کې هم د هند سیکیم ایالت کې پر ګډه پوله سره ونښتل، او د رپوټونو له مخې د دواړو خواو ځینې پوځیان پکې ژوبل شول.