د واکسینو تر ټولو لویه تولیدوونکې کمپنۍ کې اور لګېدنې پنځه کسان وژلي

د خپرېدو وخت

د هند لوېدیځ کې په هغه کارخونه کې د اور لګېدو له کبله پنځه کسان وژل شوي چې په نړۍ کې د واکسینو تر ټولو لویه تولېدونکې کارخانه بلل کېږي.

د پنجشنبې پر ماسپښین په پونا سیمه کې د هند سیرم انسټیټیوټ دغه کار ځای په هغه برخه کې د اور لمبې پورته شوې، چې تر اوسه یې ودانیزې چارې روانې دي.

په تصویرونو کې د شرکت له ودانۍ پورته شوي لوګي لیدل کېږي. د کمپنۍ مسوولین وايي، د واکسینو پر تولید هېڅ اغېز نه دی شوی.

تر اوسه د اور لګېدو لامل معلوم نه دی.

وروسته اور وژونکو لمبې مړې کړې، خو ځايي ښاروال تایید کړې چې پېښه کې پنځه کسان وژل شوي دي.

د کمپنۍ اجرايي مشر ادار پونا والا په یوه ټويټر پیغام کې وویل:

''همدا اوس خواشینونکی خبر راورسېد چې له بده مرغه په دغه پېښه کې د سر زیان اوښتی دی. دې خبر سخت خواشیني کړو او د هغو کسانو له کورنیو سره د زړه له تله خواخوږي څرګندوو چې له موږ بېل شول. ''

ښاغلی پونا والا وايي، د اکسفورډ استرازینیکا واکسین 'چې په هند کې د کوواشیلډ نوم ورکړل شوی ' تولید پر بهیر به د دې پېښې له کبله ځکه هېڅ اغېز و نه شي، چې په وینا یې ''د داسې احتمالي وضعیت لپاره نورې ودانۍ خوندي ساتل شوې دي. ''

کواشیلډ له هغو واکسینو یو دی چې هند حکومت تایید کړی او د کورونا ضد واکسین په هغه پراخ پروګرام کې شامل دی، چې په نړۍ کې تر ټولو لوی بلل کېږي.

د دغه هېواد چارواکي تمه کوي چې د اګست تر میاشتې پورې به ۳۰۰ میلیونو کسانو ته د کوویډ - ۱۹ ضد واکسین ورکړي.

ګڼ شمېر نور لږ او متوسط عاید لرونکي هېوادونه هم د اکسفورډ - استرازینیکا واکسین لپاره پر سیرم شرکت تکیه کوي.

هند کې له امریکا وروسته د نړۍ تر ټولو ډېر کوویډ -۱۹ ناروغان ثبت شوي دي.

د جان هاپکنز پوهنتون معلوماتو له مخې د وبا له خپرېدو راهیسې دغه هېواد کې د کوویډ - ۱۹ لس اعشاریه شپږ میلیونه ناروغان ثبت شوي او ۱۵۳ زره کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.