بهرنیو چارو وزارت: افغانانو ته د اماراتو د ویزې بندېدو موضوع موږ سره نه ده شریکه شوې

د خپرېدو وخت

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د متحده عربي اماراتو لخوا یې داسې کوم سند یا خبر نه دی ترلاسه کړی چې ګواکې دې هېواد افغان وګړو ته خپلې ویزې بندې کړې دي.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ یوه نسخه چې رسنیو ته رسېدلې وایي، متحده عربي اماراتو د افغانستان، ایران ، سومالیه ، سوریه ، الجزایر، کینیا ، عراق، لبنان، پاکستان او تونس اتباعو ته د ویزې ورکول بند کړي.‌

رویټرز وایي، د هغه سند له مخې چې د اماراتو ځینو شرکتونو ته استول شوی د نویو ویزو د ورکړې بندیز لپاره په یوه دولتي سند پاڼه استناد شوې او د نومبر له اتلسمې د اجرا وړ ده.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد بي بي سي سره خبرو کې وویل: "په دې اړه موږ کوم رسمي سند نه دی ترلاسه کړی او کومه مکالمه هم نه ده راسره شوې.‌ د بهرنیو چارو وزارت هم دا موضوع یوازې په رسنیو کې لیدلې".

رسمي سرچینو تر اوسه د دغه بندیز د لاملونو په اړه څه نه دي ویلي، خو رویټرز د یوې سرچینې د نوم او موقف یادولو پرته ویلي، متحده عربي اماراتو دغه ګام د امنیتي اندېښنو پر بنسټ اخیستی او کېدای شي لنډ مهاله وي.

له سرائیلو سره د اړیکو عادي کول

متحده عربي اماراتو تازه له اسرائیل سره د خپلو اړیکو په عادي کولو رسما له دغه هېواد سره سیاسي او سوداګریز روابط رامنځته کړي،‌ او له مصر او اردن څخه وروسته دریم عربي هېواد و چې د اسرایلو موجودیت په رسمیت پېژني.

خو ایراني چارواکو د متحده عربي اماراتو پر دې پرېکړه سختې نیوکې کړې دي.‌ د ایران مذهبي‌ مشر ایت الله علي خامنه اي ویلي وو، عربي اماراتو په دې کار سره له اسلامي نړۍ، عربي ملت،‌ د سیمې له هېوادونو او فلسطین سره خیانت وکړ.

د ایران اسلامي انقلاب یا سپاه پاسداران ډلې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو، دغه هوکړه به د عربي اماراتو د مشرانو لپاره ښه راتلونکې ونلري.

ایران اسرایل په رسمیت نه پېژني او د حماس په څېر د اسرئیل مخالفو فلسطیني ډلو ملاتړ کوي.‌

خو لا مالومه نه ده چې د متحده عربي اماراتو همدې حساسې مسلې ته په کتو او د امنیتي اندېښنو له کبله د ځینو هېوادونو پر اتباعو ویزې بندې کړې دي او که نور لاملونه هم لري.‌

یاده دې وي چې په وروستیو څو لسیزو کې متحده عربي امارت د ګاونډیو، په ځانګړې توګه د افغانستان او ایران او یوشمېر نورو هېوادونو وګړو لپاره د پانګونې او شرکتونو جوړولو لپاره ښه ځای بلل کېږي.