طالبانو سره د مذاکره کوونکې ډلې غړې فوزیې کوفي د ترور هڅه

فوزیه کوفي د یوې وېنا پر مهال دريځ ته ولاړه ده

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، فوزیه کوفي د یوې وېنا پر مهال دريځ ته ولاړه ده
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د ولسي جرګې پر پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د کابل په شمال کې برید شوی دی.

پر اغلې کوفي دغه برید پرون د کابل په پنځوس کيلومترۍ کې د کابل پروان پر لار د قره باغ په سیمه کې شوی دی.

د رپوټونو له مخې، مېرمن کوفي په لاس برسېرنه ټپي شوې ده او روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوې ده.

د یادولو ده چې فوزیه کوفي د دولت له لوري له طالبانو سره د مذاکره کونکي ټیم غړې هم ده چې تمه ده دغه خبرې په څو راتلوونکو ورځو کې پېل شي.

د حکومت له لوري د مذاکره کوونکې ډلې مشر معصوم ستانکزي پرون جمعه (زمری ۲۴/ اګست ۱۴) پر خپله ټویټر پاڼه د بريد د پخلي تر څنګ لیکلي چې د مېرمن کوفي روغتیایي حالت ښه دی.

د ده په خبره، امنیتي ځواکونه به دغه پېښه وڅېړي او مالومات به يې له خلکو سره شریک کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم پر فوزيه کوفي دغه شوی برید غندلی دی.

د یادولو ده چې اغلې کوفي د بشري او د ښځو د حقونو له فعالو مېرمنو حسابېږي او په تېر کې دوه دورې په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکواستازې هم وه.

تر اوسه مالومه نه ده چې دغه بريد چا کړی دی او وسله والو طالبانو هم په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.