"چین او پاکستان له طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي"

د خپرېدو وخت

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چین او پاکستان له افغان طالبانو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي او ژر تر ژره دې بین الافغاني‌ خبرې پیل کړي. افغان حکومت وایي، چین او پاکستان همدا راز په افغانستان کې د بشردوستانه اوربند رامنځته کېدو او د افغان سولې له بهیره خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

کابل وايي، د سولې له بهیر سره د یادو هېوادونو همکاري، د دغې پروسې د بریاليتوب لامل کېدای شي. ‌

د تاوتریخوالي د کمولو دا غوښتنه سې شنبه د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو هغه درې اړخیزه غونډه کې شوې ده چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه.

دا درې اړخیره غونډه، داسې مهال ترسره کېږي، چې په دې وروستیو کې د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته تر پخوا هیلې ډېرې شوي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د یادې غونډې له ختمېدو وروسته یوه خبري کنفرانس ته وویل، افغان حکومت تمه لري چې بیجنګ او اسلام اباد خپلې ژمنې او د افغانستان د سولې بهیر څخه خپل ملاتړ په عمل کې وښيي.

نوموړي وویل: "په ډېر څرګند ډول دواړو هېوادونو د تاوتریخوالي کمولو، د بشردوستانه اوربند رامنځته کېدو او د بین الاافغاني خبرو د ژر پیلېدو ملاتړ وکړ او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د افغانانو ترمنځ د سولې خپلمنځي خبرو پيلېدو ته لار هواره کړي".

په تېرو دوو ورځو کې دا دویمه غونډه ده چې پکې د افغان سولې په اړه خبرې کېږي.

د دوشنبې پر ورځ هم په کابل کې د ویډیويي کنفرانس له لارې د افغان سولې لپاره د اجماع پیاوړتیا په موخه نړیواله غونډه جوړه شوې وه چې پکې د نولس هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو او دیپلوماتانو برخه اخیستې وه.

په هغه غونډه کې هم د حکومتي او طالب بندیانو خوشي کېدو، د جګړې کمېدو، د بشردوستانه اوربند اعلانېدو او د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو په اړه نظرونه شریک شوي وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په پام کې ده چې همدا موضوعات راتلونکې پنجشنبه د افغان سولې لپاره په یوه بله نړیواله غونډه کې هم مطرح شي.