له طالبانو سره خبرو پیلولو کې د امریکا مهمه څېره تقاعد شوه

وېلز
د خپرېدو وخت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس وېلز د سوېلي او منځنۍ اسیا په چارو کې د دغه وزارت د مرستیالې په توګه له درې کاله خدمت وروسته متقاعده شوه.

مېرمن وېلز خپل ټوېټر کې د خپل تقاعد خبره کړې ده.

مېرمن وېلز د ۲۰۱۷ کال د جون له ۲۶ را هیسې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې په توګه چارې پیل کړې.

هغه له دې مخکې په اردون کې د امریکا سفیره وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، مېرمن وېلز له ۳۱ کاله خدمت وروسته تقاعد شوه.

ښاغلی پمپیو زیاتوي، مرستیالې یې خپله دنده کې د اړیکو جوړولو او د سوېلي او لوېدیځې اسیا ننګونو باندې په کار کې ډېرې هڅې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، بل تجربه کار ډيپلوماټ ټام واجدا به د مېرمن وېلز ځایناستی شي.

مېرمن وېلز له طالبانو سره د سولې خبرو پیلولو کې مهمه څېره وه او ښايي د ولسمشر ټرمپ په حکومت کې له زلمي خلیلزاد وروسته د افغانستان اوسوېلي اسیا په چارو کې ډېره پوه چارواکې وه.

د مېرمن وېلز ماموریت کې د افغان سولې بهیر خبرې او د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې هممهاله وې.

هغه په ځلونو افغانستان ته لاړه اوله افغان مشرانو سره یې لیدنې او خبرې وکړې.

افغانستان کې له ولسمشرۍ ټاکنو وروسته جنجال پسې مېرمن وېلز د ټولشموله حکومت په جوړېدو ټینګار کاوه.