رباني: اسلامي جمعیت ګوند د غني او عبدالله په تړون کې شریک نه دی

رباني

د عکس سرچینه، Rabbani Facebook

د عکس تشریح، صلاح الدین رباني واویي، د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ هوکړه د جمعیت ګوند غوښتنو خلاف ده
د خپرېدو وخت

د اسلامي جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني وايي د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په پایله کې رامنځته شوی حکومت قانونی اعتبار نه لري او د تېرې ورځې سیاسي هوکړه کې د دوی له سرې کرښې چې هغه د متمرکز نظام بدلون دی پښه اړول شوې ده.

د دې ګوند له خوا نن ( دوشنبه مۍ ۱۸) خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې اسلامي جمعیت د دې هوکړې برخه نه دی او د تېرکال ولسمشریزو ټاکنو پایله د قانون خلاف اعلان شوې نو ځکه د دې پایلې له مخې رامنځته شوی حکومت مشروعیت او قانوني اعتبار نه لري.

پرون د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه مشر عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې یې ښاغلی عبدالله ته د ملي پخلاینې مشرتوب او سیاسي ملاتړو ته یې په کابینه کې نیمایي ونډه ورکول کیږي.

خو اسلامي جمعیت ګوند وايي دې هوکړه کې د خلکو "واقعي رایې " له پامه غورځول شوي او د دولت متمرکز جوړښت پر ځای پاتې شوی او د داسې یوه جوړښت د دې ګوند لپاره له سرې کرښې تېرېدل دي.

اعلامیه کې ټینګار شوی چې اسلامي جمعیت ګوند به په افغانستان کې د متمرکز نظام بدلون لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

سیاسي هوکړې ته طالبانو غبرګون:

سهیل شاهین

د عکس سرچینه، @suhailshaheen1

د عکس تشریح، سهیل شاهین وايي، بندیان باید له کورونا وېروس خوندي کړای شي

بله خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړې ته غبرګون کې ویلي چې دا د تېرو ناکامو تجربو تکرار دی.

هغه پر ټویټر یوه بیان کې ویلي : "افغان جهتونه باید د ستونزې اصلی حل ته متوجه شي، د افغانستان د ستونزي حل د دوحې د تړون په عملي کیدو کې ایښی "

سهیل شاهین ټینګار کړی چې د بندیانو د خلاصون بهیر دې بشپړ شي او زر تر زره د افغانانو خپلمنځي خبرې پيل شي.

د ولسمشرۍ ټاکنې او د جمعیت ګوند وېشلی دریځ:

اسلامي جمعیت ګوند د تېر ۱۳۹۸ کال په ټاکنو کې له عبدالله عبدالله ملاتړ کاوه. خو د دې ګوند ځینې مهم او دې سیاسي جریان ته منسوب سیاستوال یا په خپله په ټاکنو کې نوماندان وو او یا له بل چا سره ملاتړلې وه.

له دې ډلې د اسلامي جمعیت ګوند اجرائیه مشر عطا محمد نور له ولسمشر غني ملاتړ کړی. هغه هم یوه بیانیه کې له دې سیاسي هوکړې سره مخالفت کړی. خو د هغه مخالفت ښاغلي عبدالله او د هغه سیاسي ملاتړو ته په حکومت کې له ونډې ورکولو سره دی.