تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو د اوربند په اړه د ولسمشر غني غوښتنه "نامعقوله" وبلله
وسله والو طالبانو ویلي، په داسې حال کې چې د دوی بندیان د کورونا وېروس له کبله په زندان کې په خطر کې اچول کېږي او له امریکا سره د سولې هوکړه په بشپړه توګه نه وي عملي شوې، د اوربند غوښتل معقول نه دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پنجشنبه پر وسله والو طالبانو یو ځل بیا غږ کړی چې د افغانانو له غوښتنې سره سم دی د روژې په میاشت کې سوله او اوربند وکړي، او د ده په وینا، له افغان وژنې دې لاس واخلي. ولسمشر غني دا غوښتنه د روژې میاشتې د رارسېدو په مناسبت په خپل پیغام کې تکرار کړې ده.
خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دې ډلې له امریکا سره یو جامع مېکانیزم ومانه او د امنیت شورا او نړیوالې ټولنې هم تائید کړ.
نوموړی وایي، که همدا مېکانېزم پلی شي نو ښکېلې غاړې سولې ته رسولی شي.
دا په تېرو څو ورځو کې دویم ځل دی چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر طالبانو د اوربند غږ کوي، خو تېر ځل هم د طالبانو لخوا دا غوښتنه رد شوې وه.
۵۵ تنه نور طالبان هم خوشي شول:
بل لور ته د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، سولې لپاره د حکومتي هڅو او له کورونا وېروس سره د مبارزې په لړ کې یې ۵۵ تنه نور طالب بندیان هم خوشي کړي دي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وایي چې دا کسان چارشنبه د اپرېل پر ۲۲مه نېټه په پکتیا، لوګر، بدخشان، جوزجان، غزني، بغلان، خوست، پکتیکا او میدان وردګو ولایتونو کې خوشي شوي دي.
له دې وروستۍ جوپې سره د افغان حکومت لخوا د خوشي شویو طالب زندانیانو شمېر شاخوا ۵۰۰ ته رسېدلی دی.
طالبانو هم په درېیو جلا پړاوونو کې تر اوسه لسګونه هغه زندانیان خوشي کړي چې دوی یې د افغان امنیتي ځواکونو کسان بولي.
د اوربند غوښتنو ته د طالبانو غبرګون:
طالبان وایی چې له امریکا سره د دې ډلې په هوکړه کې هېڅ داسې څه نشته چې له افغان دولت سره دې خپله جګړه ودروي یا یې کمه کړي.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، امریکایانو له دوی سره پر خپلې هوکړې پوره عمل نه دی کړی او په وینا یې د دې هوکړې له مخې تر اوسه باید افغان دولت پنځه زره طالب بندیان خوشې کړای وای.
نوموړي وویل، د جګړې پر درولو یا کمولو به په بین الافغاني خبرو کې بحث وشي.
له دې مخکې سې شنبه افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نېکولاس کې له بي بي سي سره مرکه کې پر طالبانو تور ولګاوه چې له امریکا سره پر شوې هوکړه عمل نه کوي.
نوموړی وايي، د ناټو لومړیتوب د افغان سولې له بهیره ملاتړ دی او په وینا یې جګړه ګټونکی نه لري.
په دې ورستیو کې طالبانو پر افغان ځواکونو خپل بریدونه زیات کړې دي. دوه ورځې وړاند د افغانستان دفاع وزارت وویل، طالبان هره ورځ پر افغان ځواکونو شاوخوا لس بریدونه کوي.
افغان حکومت وايي، د طالب زندانیانو د خوشې کولو بهیر ګړندي کېدو او د افغانانو خپلمنځي خبرو شروع کېدو لپاره باید طالبان تاوتریخوالی کم کړي.