تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
۷۷ کلن میلیاردر د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندېږي
د نیویارک پخواني ښاروال او د امریکا یو پېژندل شوي ملیاردر مایکل بلومبرګ اعلان کړی دی چې د دغه هېواد د ۲۰۲۰ کال ولسمشرۍ ټاکنو کې به د ډیموکرات ګوند نوماند وي.
۷۷ کلن مایکل بلومبرګ په یوه اعلامیه کې ویلي، غواړي په دې ټاکنو کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره سیالي وکړي او امریکا بېرته ورغوي.
نوموړي وویل، د دې ټاکنو اهمیت خورا ډېر دی او دوی یې باید وګټي.
د راتلونکي کال ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ډیموکرات ګوند لخوا ۱۷ نورو کسانو هم د نوماندۍ اعلان کړی او له دې ډلې به یو د ولسمشر ټرمپ سره سیالي کوي.
اوسمهال داسې ښکاري چې پخوانی مرستیال ولسمشر جو بایډن، سناتوره الېزابت وارن او سناتور برني سنډرز تر نورو نوماندانو مخکې دي.
خو ښاغلی بلومبرګ فکر کوي چې د ډیموکرات ګوند نور نوماندان له ولسمشر ټرمپ سره د سیالۍ وړتیا نه لري.
مایکل بلومبرګ په داسې حال دې سیالۍ ته د ور دانګلو اعلان کوي چې امریکا کې له څو میاشتو راهیسې د اقتصادي نابرابرۍ په اړه بحثونه کېږي.
برني سنډرز او الېزابت وارن اعلان کړی چې که یې دا ټاکنې وګټلې نو پر ملیاردرانو مالیه به ډېره کړي.
برني سنډرز خو په تېره سپتمبر میاشت کې د خپلو پلانونو د اعلان پر وخت ان وویل چې میلیاردران باید هېڅ وجود ونه لري.
د امریکا اتم تر ټولو شتمن سړی
ولسمشر ډونلډ ټرمپ څه موده وړاندې د مایکل بلومبرګ په احتمالي نوماندۍ ملنډې وهلې وې او ویلي یې وو، له "کوچني مایکل" سره سیالي له نورو سره تر سیالۍ غوره بولي.
مایکل بلومبرګ د امریکا اتم تر ټولو شتمن کس بلل کېږي، چې ټوله شتمني یې شاوخوا ۵۴ ملیارد ډالره ده.
په تېرو کلونو کې نوموړي له پوهنیزو، روغتیایي او سیاسي پروژو سره میلیونونه ډالره مرسته کړې.
نوموړی په ۲۰۰۱ کال کې د نیویارک ښاروال شو او تر ۲۰۱۳ کال پر هغه پوست پاتې شو.
له تېرې یوې لسیزې راهیسې داسې ګنګوسې وې چې دی د ولسمشرۍ هوډ هم لري او اوس دا ګنګوسې تایید شوې.