"روسیې د مالیزیايۍ الوتکې غورځوونکو ته لارښوونه کوله"

د عکس سرچینه، Reuters
یوه نړیواله ډله- چې د اوکراین دونتسک کې د مالیزيايي هوايي شرکت د سپرلۍ الوتکې د غورځولو په هکله پلټنې کوي- وايي دا الوتکه هغو وسلوالو غورځولې د روسیې لوړپوړو چارواکو لارښوونه ورته کوله.
د څېړونکي په خبره، د روسیې د ولسمشر یوه لوی سلاکار په دونتسک کې له بېلتونپالو وسلوالو سره پرلپسې تماس درلود.
د ۲۰۱۴ کال د جولای پر ۱۷ په توغندي دا الوتکه ولګېده چې له امله یې ۲۹۸ سپرلۍ ووژل شوې.
دا الوتکه له هالنډ مالېزیا ته روانه وه چې د اوکراین د بېلتونپالو سیمه دونتسک کې وغورځول شوه.
نړیوالو پلټونکو "د دونتسک جمهوریت" د وسلوالو څلور غړي تورن کړي او ټاکلې ده چې اپرېل میاشت کې غیابي محاکمه شي.
دوی دا هم وايي چې د دې الوتکې د غورځولو لپاره توغندی د روسیې له اډې کورسک څخه دونتسک ته لېږدول شوی و.
دغو پلټونکو د اکراین حکومت د ثبت شویو خبرو په اورېدو سره ویلي دا وسلوال د روسیې پخواني مرستیال لومړي وزیر ولادیسلاو سرکوو، د کریمیا قومندان سرګي اکسیونوف او د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو سره تماس کې و.
د دې پلټونکو یو غړی اندي کراګ چې هالنډ کې دېره دي وايي، د روس چارواکو او د وسلوالو د قومندانانو ترمنځ نږدې اړیکي دا پوښتنه پیدا کوي چې ایا دوی دونتسک ته د لېږدول شوي توغندي سیستم سره تړاو لري که نه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا رپوټ ردوي.
د دې وزارت د ویاندې ماریا زخارووا په خبره، پلټونکو خپلو موندنو کې لاس وهلو سره د خپلې خوښې نتیجه ترلاسه کړې.



















