کونسلګري څه ته وايي؟

د عکس سرچینه، MFA.IR
عراق کې د ایران د سیاست مخالفو معترضانو کربلا کې د دغه هېواد پر کونسلګرۍ برید وکړ او زیانمنه یې کړه.
پوښتنه دا ده چې کونسلګري څه ته وايي او څه کار کوي؟
هغه حکومتونه چې له نورو هېوادونو سره سیاسي اړیکي لري، نو د یو بل په خاوره کې ډپیلوماټیک پلاوي او کونسلۍ هم لري.
د حکومت ډيپلوماټیک کادر د کوربه هېواد په هغه ځای کې وي چې سفارت ورته وايي. ښايي د کونسلۍ ماموران هم د سفارت ودانۍ کې وي، خو دنده یې له ډيپلوماټیک ماموریت بېله ده.
د کونسلګرۍ کارمنان تر ډېره د خپل هېواد وګړو ته په کوربه هېواد کې اړین دولتي خدمتونه برابروي.
د ویزې ور کول یا نوي کول، نوزېږو ته پېژندپاڼه یا تذکره ور کول، حقوقي خدمتونه لکه وکالتلیک منل او غوښتي یا مطلوب هېواد ته یې لېږل، د زدکوونکو چارې، د رسمي سندونو تایید او د سوداګرو اړتیا وړ خدمتونو برابرول، دا ټول د کونسلګرۍ د کارمنانو په چارو کې راځي.
د یو هېواد کډوال چې د بل هېواد په مختلفو ښارونو کې خواره واره وي. خپل هېواد یې د کوربه په دغو ښارونو کې د کونسلګریو پرانیستلو هوکړه ترلاسوي.
د مثال په ډول ایران د عراق پلازمېنه بغداد کې پر کونسلګرۍ سربېره- چې د دغه هېواد سفارت کې ده- په کربلا، بصره، نجف، اربیل او سلیمانیه کې هم کونسلګرۍ لري.

د عکس سرچینه، SHAFAQNA
د نړیوال قانون له مخې، د کونسلګرۍ او د هغې د کارمنانو د خوندیتوب لپاره هم هغسې اصول دي لکه د ډيپلوماټانو لپاره چې دي.
د کونسلګرۍ ماموران او ډيپلوماټیک ماموران دواړه داسې سیاسي خوندیتوب لري، چې کوربه هېواد کې له قضايي تعقیب معاف دي.
کونسلګرۍ کې تر ټولو مهم چارواکی سر کونسل دی. هر هېواد باید کوربه ته د خپلو لېږل کېدونکو کونسلي کارمنانو نومونه ور کړي.
د کوربه هېواد له هوکړې وروسته د کونسلګرۍ کارمنان د خپلې دندې ځای ته ځي.
که کوربه د کونسلګرۍ چارې د دوی له ماموریت په ټکر کې وویني، نو ترې غوښتنه کولی شي چې سملاسي دې له دغه هېواد ووځي.



















