تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا سفارت: د افغان ټاکنو امنیت په اړه اندېښمن یو
په کابل کې د امریکا سفارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د افغان ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت په اړه ګڼ شمېر شکایتونو دوی اندېښمن کړي دي. سفارت همدا راز ویلي، د ولسمشرۍ د ټاکنو ټول نوماندان د کمپاین لپاره یو ډول اسانتیاوې نه لري، او ټاکنو کې د درغلیو وېره هم شته.
سفارت د ټاکنو پر ټولو نوماندانو غږ کړی چې د ټاکنیز اصول دې مراعت کړي، او له ټاکنیزو او امنیتي ادارو یې غوښتي چې د رڼو او باوري ټاکنو لپاره هر ګام پورته کړي.
بل لور ته د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د ملاتړو هېوادونو سفیرانو د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ولسمشرۍ ځينو نوماندانو دوی ته شکایت کړی چې ټول نوماندان یو ډول فرصتونو او اسانتیاوې نه لري.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ټاکنو یو شمېر نوماندان خپل نور سیالان تورنوي چې د کمپاین لپاره له دولتي امکاناتو ګټه اخلي.
د دې خپر پاڼې پر بنسټ، د ټاکنو له بهیره د ملاتړ ډلې له نوماندانو غوښتي چې د ټاکنو قانون او لاسلیک شوي طرزالعمل ته درناوی وکړي او له هرې هغې کړنې چې ټاکنیز بهیر تر پوښتنې لاندې راولي، ډډه وکړي.
دې ډلې له نوماندانو او د هغوی له پلویانو غوښتي چې په فعاله توګه د ټاکنو له پاتې پړاوونو ملاتړ وکړي او یو پر بل دې له پې ځایه تورنونو لاس پر سر شي.
دغه راز په دې اعلامیه کې د ولسمشریزو ټاکنو له نوماندانو غوښتل شوي دي، چې د رایو په شمېرنه، شکایت ثبتونې او پایلو کې دې له لاسوهونو ډډه وکړي او هر ډول شکایت دې د رسمي بنسټ ته، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دی، وسپاري.
په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ټاکنو لسو نوماندانو په یوه خبرپاڼه کې د ټاکنو د ځنډ غوښتنه کړې.
د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا رییس شهاب حکیمي بي بي سي ته وویل، چې دوی د ټاکنو د ځنډ موضوع تېره ورځ د افغانستان د ټاکنو د ملاتړ له ډلې سره په لیدنه کې هم یاده کړه. خو د هغه په خبره چې د نړیوالې ټولنې استازو پر خپل وخت د ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار وکړ.
په کابل کې له ټاکنو د ملاتړ ډله مشري د ملګرو ملتونو په غاړه ده. په دې ډله کې د ملګرو ملتونو دفتر، اروپايي ټولنه، ناټو او له افغانستان سره مرسته کوونکي هېوادونه شامل دي.