دایکندي: د طالبانو برید کې ۸ افغان پولیس وژل شوي

د خپرېدو وخت

د افغانستان دایکندي کې چارواکي وايي چې ددې ولایت په کجران ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو د وسله والو طالبانو بریدونو کې ۸ افغان پولیس وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د چارواکو په خبره بریدونه د یادې ولسوالۍ په "پدګګ" سیمه کې شوې.

دوی ویلي په دې نښته کې ۸ طالبان هم وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د دایکندي والي سید انور رحمتي بي بي سي ته وویل، د طالبانو برید د سهار په یوه نیمه بجه پیل شو او د سهار تر څلورو بجو یې دوام درلود.

طالبانو ویلي، د افغان پولیسو درې پوستې یې نیولې دي. دې ډلې ویلي چې وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي.

خو د دایکندي والي وايي چې د برید سیمې اوس د افغان امنیتي ځواکونو په واک کې دي.

دایکندي د افغانستان مرکزي ولایت دی چې څه نا څه یې امنیت ښه بلل کیږي.