تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د استانبول د ښاروالۍ ټاکنو کې د اردوغان مخالف ګوند نوماند بریالی شو
د ترکیې د استانبول د ښاروالۍ ټاکنو کې د شمېرل شویو رایو پایله ښيي چې د دولت د مخالف ګوند غړی اکرام امام اوغلو بریالی شوی دی.
د ترکیې پخوانی لومړی وزیر او له حاکم عدالت ګوند څخه دې پوسټ ته نوماند بن علي یلدریم خپل سیال امام اوغلو ته د بریا مبارکي ویلې ده.
امام اوغلو په خپله وینا کې د هغه بریا د ترکیې او استانبول لپاره یو نوی پیل یاد کړ.
هغه وویل: "مونږ د استانبول لپاره یوه نوې پاڼه پرانېسته او په دې پاڼه کې به عدالت، برابر او مینه وي".
هغه وویل غواړي د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره مرسته وکړي. هغه ته یې خطاب کې وویل: "ښاغلی ولسمشره زه چمتو یم تاسې سره په ګډه کار وکړم."
د استانبول ښار تېره شپه تر سهاره د امام اوغلو او د ترکیې د جمهوري غوښتونکي خلق ګوند د پلویانو د خوښي او نمانځنې شاهد و.
په تېرو ۲۵ کلونو کې د استانبول ښار د اسلامپالو او په ځانګړي ډول د عدالت او پرمختیا ګوند په لاس کې و. په دې ډله کې لومړنی یې ښاغلی اردوغان و چې په ۱۹۹۴ کال کې وتوانېده د اسلام پالو په ملاتړ د استانبول ښاروال شي.
د تېرې ورځې په ټاکنو کې ښاغلي اوغلو ۵۴ او ییلدریم بیا ۴۵،۱ سلنه رایه خپل کړې ده.
کارپوهان په دې باور دې چې دا ماتې د ولسمشر اردغان ده. کله چې ښاغلی اردوغان د استانبول ښاروال و په دې یقین و چې هر څوک په استانبول کې بریالی شي د هېواد یې خپل کړی دی.