پېښورۍ میندې: د اولادونو وژونکو ته به خپله سزا ټاکو

    • Author, عزیزالله خان
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

"دا څرنګه اوښکې دي چې نه وچېږي؟ ما چې د خپل زور مړی په کوم حالت کې لیدلی، یوازې زه خبره یم. هغه ماشوم چې د پېچکارۍ له ستنې وېرېده، ټول بدن یې په مرمیو سوری سوری شوی و. دواړه لاسونه یې مات شوي وو او جاکټ یې مرمیو خوړلی و".

دا د هغې مور د خولې خبرې دي چې څلور کاله وړاندې په پېښور کې یې پر یوه پوځي ښوونځي د وسله والو برید کې زور ووژل شو.

خو دا یوازې د یوې مور کیسه نه ده. په دې برید کې د وژل شویو ماشومانو مور او پلار هره ورځ مري، او هره ورځ تریخ ژوند تېروي.

د وژل شویو ماشومانو میندو او پلرونو په پېښور کې یو کور کرایه کړی دی.

دوی په میاشت کې یو یا دوه ځله په همدې کور کې سره راټولېږي او د خپلو اولادونو یاد تازه کوي.

کور هم داسې دی چې اوس په یوه موزیم بدل شوی. پر دېوالونو د ماشومانو عکسونه دي.

په قربانیانو کې یو هم نورالله و. مور یې وایي، دی په زړه دومره نری و چې د ډاکټر د پېچکارۍ تاب یې هم نه درلود، خو په برید کې یې ټول بدن په مرمیو سوری سوری و.

د نورالله مور خپلې اوښکې پاکولې او ویل یې، ټوله ورځ په دې فکر کوي چې پر ښوونځي د برید پر وخت به یې پر زوی څه قیامت تېر شوی وي.

نور راټول شوي کسان هم خپل داستانونه لري. دوی وایي، بریدګر دومره ظالمان وو چې د ښځینه ښوونکو له غوږونو یې والۍ هم شکولې وې، د هغوی لاسي بکسونه او د لاس بنګړي یې هم ورنه وړي وو. ټول په همدې فکر کوي چې دا څه عجب ډوله ترهګر وو.

د ترهګرۍ دې پېښې کابو ۱۰۰ کورنۍ د غم په ټغر کېنولې، خو اوس له دې ټولو یوه کورنۍ جوړه شوې، پر يوه ځای راټولېږي او خپل غم سره شریکوي.

که واده وي، که فاتحه وي، که څوک کوم مشکل ولري، دوی ټول د یو بل له حاله خبرېږي او د یو بل مرستې ته لاس ور اوږدوي.

د ۲۰۱۴ کال د دسمبر پر ۱۶مه نېټه وسله والو د پېښور کې پر ارمي پبلک سکول برید وکړ. په دې برید کې د ۱۳۰ زده کوونکو په ګډون ټولټال ۱۴۷ کسان ووژل شول.

د ګل شهزاد خټګ لور سعدیه ګل نومېده او په دې ښوونځي کې د انګرېزۍ ژبې استاده وه. په دې برید کې سعدیه ګل هم ووژل شوه.

پلار یې اوس له نورو غمجنو میندو او پلرونو سره یو ځای د پېښور په ورسک روډ کې په یوه کور کې ناست دی او د غم اوښکې تویوي.

د وژل شویو ماشومانو میندې او پلرونه تور لګوي چې په برید کې د مړو سپکاوی شوی دی.

دوی وایي، کله چې پوځ را ورسېد او مړي یې پوځي موټرو ته اچول نو په سپکاوي یې دا کار کاوه.

د ټولو په ذهن کې همدا پوښتنه ده چې یو څوک څرنګه کولی شي پرماشومانو دومره ظلم وکړي.

د یو بل وژل شوي زده کوونکي اسفندیار مور شاهانه نومېږي. نوموړې وایي، هره شپه د خپل زور بستر ته ګوري او ورته ژاړي.

د شاهانې په وینا، ماښامي کې د کور وره ته ګوري او فکر کوي چې زوی یې اسفندیار به اوس کور ته د را ننووځي.

شاهانه وایي، امنیتي ادارې دې یوازې دومره وکړي چې بریدګر دې ونیسي. نور د ماشومانو میندې او پلرونه باید هغوی ته سزا وټاکي.

په دې برید کې ګڼ شمېر ماشومانو ټپیان هم وو. اوس داسې رپوټونه دي چې په دوی کې ځیني ماشومان هېڅ نشي کولی دا پېښه هېره کړي.

د یوه ماشوم پر ذهن یې دومره بد اغېز کړی چې اوس یې رواني حالت سم نه دی او ښوونځی هم ترېنه پاتې شوی دی.

د ماشومانو میندې او پلرونه یوازې یوه غوښتنه لري. هغه دا چې بریدګر دې ونیول شي، او هغه چارواکي دې هم محکمې ته وړاندې شي چې په دې برخه کې یې ناغېړي کړې او د دومره خونړي برید په مخنیوي کې پاتې راغلي.