هندی خبریال پر مسلمانانو د یوګا بندیز د راپور له کبله نیول شوی

په هند کې یو خبریال د خپل هغه راپور له کبله نیول شوی، چې ګني د حکومت د پالیسۍ له مخې پر مسلمانانو د یوګا ښوولو بندیز لګول شوی دی.
د پوشپ شرما راپور په تېره مارچ میاشت کې په "ملي ګزیت [ملي مجله]" کې خپور شوی و، چې تر ډېره د هندي مسلمانانو د ټولنې په تړاو لیکنې خپروي.
نوموړي هغه نقل قول راخیستی و، چې وايي د حکومتي اسنادو له مخې مسلمانان بهر ته د یوګا د تدریس لپاره سفر نه شي کولی.
ښاغلی شرما د جعلي حکومتي اسنادو جوړولو له تور سره مخامخ دی، خو نوموړی دغه تور ردوي.
دی وايي، <link type="page"><caption> راپور</caption><url href="http://www.milligazette.com/news/13831-we-dont-recruit-indian-muslims-modi-govts-ayush-ministry" platform="highweb"/></link> یې د حکومتي چارواکو د غبرګون پربنسټ جوړ کړی و.
په راپور کې راغلي وو، وزیر په غبرګون کې ورته ویلي چې له ۳۸۴۱ هغو مسلمانانو هېڅ یو یې هم د یوګا د تدریس حق نه لري چې غوښتنلیکونه یې وړاندې کړي وو.
د نوموړي د راپور ترڅنګ هغه لیک هم خپور شوی و، چې د ادعا له مخې د وزیر له خوا خپور شوی، چې وايي د تېر کال جون میاشت کې د یوګا نړیوالې ورځې پرمهال ۷۱۱ مسلمانانو بهر ته د یوګا د ښوونکو په توګه د سفر کولو غوښتنلیکونه وړاندې کړي وو، خو په وینا یې د "حکومتي پالیسۍ له مخې" هېڅ یو هم ونه ټاکل شو.
خو په لیک کې د حکومت رسمي نښان نه و او ګڼې املايي تېروتنې هم پکې وې، او د "یوګا" توری هم پکې سم نه و لیکل شوی.
"ملي مجله" مني، چې شرما د شنبې په ورځ ګهیځ ونیول شو. د مجلې ایډېټر ظفر الاسلام خان ویلي، تورونه "ښکاره دي چې د وینا آزادي تربته کړي".

د عکس سرچینه، Reuters


د عکس سرچینه، EPA
په ډیلي کې پولیسو ویلي، ښاغلی شرما د "ټګۍ برګۍ، جعلکارۍ او د بېلابېلو مذهبي ډلو ترمنځ دښمنۍ ته د لمن وهلو له تورونو سره مخامخ دی".
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، چې له یوګا سره مینه لري، ویلي هره ورځ د هند لرغوني هنر کې د یوګا تمرینونه کوي، نوموړی په دې هڅه کې دی چې ملګري ملتونه د جون ۲۱مه، د یوګا د نړیوالې ورځې په توګه وپېژني.
د یوګا لومړۍ نمانځنه تېر کال ترسره شوه.



















