هند ولې افغانانو ته د وېزې ورکولو شرایط سخت کړي؟

په کابل کې د هندوستان سفارت د امنیتي لاملونو له مخې افغانانو ته د ویزې ور کولو شرایط سخت کړي دي. د بانکي حساب لرل، د فورمې په ډکولو کې ځيرکتیا او په هند کې د اوسېدو پر مهال د ځای ځایګي کره پته لیکل د نویو شرایطو له ډلې دي.
تر دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د ولسي جرګې غړو ته ویلي و، هند د امنیتي لاملونو له مخې افغانانو ته وېزې د ورکړې لړۍ محدوده کړې ده.
په کابل کې د هندوستان سفیر منپرېت وهرا بي بي سي ته ویلي، د نویو شرایطو له ټاکلو یې موخه د زیات ډاډ تر لاسه کول دي.
فکر نه کوم هغسې دې وي لکه څنګه چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر له خولې په رسنیو کې راغلل چې هند او نوور هېوادونو افغانانو د ویزې د ورکړې لړۍ محدوده کړې، بلکې هغه ویلي و هند د ویزې د ورکړې لپاره اوس ډېر مدارک غواړي او دا هغه څه دي چې موږ په رښتیا کړي دي.
د ویزې د ورکړې په پالیسۍ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی، بلکې موږ اوس ډېر مدارک غواړو او ډېره پلټنه کوو.

د عکس سرچینه، bbc
نه، په کړنلاره کې مو بدلونه نه دی راوستلی، په پیل کې هم موږ همدا شرایط لرل، چې د ویزې د غوښتنې پر مهال باید پوره شوي وای، خو هغه مهال به که چا یاد شرایط پوره نه کړل نو موږ جدي نه نیوله، خو وروسته مو ولیدله چې یو شمېر ناسمو کسانو د زموږ د ویزو له ازاد سیستمه ناوړه ګټه واخیسته. اوس زموږ لپاره مهمه ده چې پوه شو، فورمونه سم ډک شوي او د اړتیا وړ مدارک وړاندې شوي چې د ویزې غوښتونکی ښه وپېژنو.
ما وویل چې ناسمو کسانو زموږ د ویزې له ازاد سیستمه ناوړه ګټه واخیسته او له دې اخوا یې په اړه د نور څه ویلو حق نه لرم.
هو، دا زموږ یوه اندېښنه وه.

نه شو کولای د کومې مشخصې بېلګې په اړه یې خبرې وکړم.
په ټوله کې نه، موږ خوشاله یو چې هند د افغانانو لپاره د خوښې ځای دی، موږ هند ته دافغانانو د تلو د مخنیوي او محدودولو تکل نه لرو، خو غواړم ډاډه شو چې ویزه غوښتونکي فورمونه په سمه توګه ډکوي او وړ معلومات موږ ته را کوي.

د عکس سرچینه،
دا ستونزه لویه شوې ده. کله چې موږ نوي کړنلارې پیل کړې، دا مسله ژر موږ ته وویل شوه. موږ ومونده چې په تېرو څو ورځو کې د وېزو ډېرو وړاندیز کوونکو بانکي حسابونه نه لرل، بلکې تېره اونۍ موږ ومونده چې په سلو کې ۷۵ وړاندیز کوونکو بانکي حساب ته لاسرسی نه درلود، خو نورې لارې شته چې موږ قانع کولی شي، داسې چې هند ته د سفر لګښتونه پرې کړي.
ښه، نه غواړم د پاکستان په اړه وغږېږم او همدارنګه دا هم نه محدودوم چې افغانان د سیاحت او یا درملنې لپاره کومو هېوادونو ته ځي. دوی چې د خپل سیاحت او سوداګرۍ لپاره هرځای غوره او د درملنې او اسانتیاوو لپاره ښه وګڼي، هلته ځي. موږ خوښ یو چې افغانانو د خپلو دغو موخو لپاره ټاکلی او هیله مو دا ده چې دا کار دوام ومومي. موږ دوی ته دا فرصت نه سختوو، بلکې غواړو ډاډه شو چې وړاندیز کوونکي موږ ته کافي معلومات راکړي.

ددغه سیستم هدف دا دی چې ډاډمن شو د آزادې وېزې په سیستم کې ناسم افراط د افغانانو په حق کې ناوړه ګټه نه پورته کوي او وړاندیز کوونکي موږ ته د اړتیا وړ معلومات راکړي.


















