کراچۍ کې د قاضي تېروتنې ګرنیټ وچووه

د عکس سرچینه،
د خپرېدو وخت
د پاکستان په کراچۍ ښار کې هغه مهال د محکمې د ننه یو ګرنیټ وچاود، چې قاضي له پولیس وغوښتل، ګرنیټ پرانیزي چې آیا رښتیا ګرنیټ دی او که نه.
دغه ګرنیټ محکمې ته د تورن د مجرم ثابتولو لپاره وړل شوی و.
وايي، کله چې پولیس د ګرنیټ د پرانیستلو هڅه وکړه، هغه وچاود او د پولیس په ګډون یې درې کسان ټپیان کړل.
تورن کس، چې ګرنیټونه ورسره نیول شوي وو، د وژنو د هڅو په تور نویل شوی و.
له چاودنې وروسته پولیسو وویل، ګرنیټ باید محکمې ته له وړل کېدا مخکې باید شنډ کړل شوی وای.

د عکس سرچینه،














