کراچۍ کې امنيتي ساتونکي ۱۱ کلن هلک په ډزو وژلی

د عکس سرچینه، AFP
د خپرېدو وخت
د پاکستاني پوليسو په وينا د دغې هېواد په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې يوه امنیتي ساتونکي پر ۱۱ کلن هلک ډزې کړې او وژلی يې دی.
يوه پوليس د دغې پېښې په اړه وويل چې وژل شوي هلک ډارونکی وربوزی يا ماسک اغوستی او د امنيتي ساتونکي د ډارولو هڅه يې کوله چې دغه ساتونکي پرې ډزې وکړي.
ماشوم په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوی و خو د ټپونو له امله يې هلته يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
له پېښې وروسته پوليسو دغه امنيتي ساتونکی نيولی دی.
په کراچۍ کې د بي بي سي خبريال په وينا، دغه ښار کې په زرګونو داسې امنيتي ساتونکي شته چې په ډېر لږ معاش کار کوي او روزنه يې هم په ښه توګه نه وي شوې.
د وژل شوي ماشوم کورنۍ د پېښې له امله په اعتراض لاس پورې کړی او په امنيتي ساتوونکو سختې نيوکې کوي.














