د جو بایډن کور ته څېرمه ډزې شوې

د عکس سرچینه، AP
د امریکا د پټو خدمتونو چارواکو ویلي، د ولسمشر اوباما د مرستیال جو بایډن کور ته څېرمه په دلاویر ایالت کې ډزې شوې دي. د ډزو پرمهال ښاغلی بایډن په کور کې نه و.
د امریکا د پټو خدمتونو مامورینو ویلي، د شنبې په شپه د ښاغلي بایډن کور ته ورغلل او یو موټر یې د ډزو پرمهال کور ته څېرمه پر سړک ولید چې په تېزۍ کې روان وو.
د بایډن کور د عمومي سړک په څو سوه مترۍ کې پروت دی.
د امریکا د مرستیال ولسمشر دفتر ویلي، جو بایډن او ښځه جیل بایډن یې د ډزو پرمهال په کور کې نه وو.
پېښه د جنورۍ پر ۱۷ له ماسپښین وروسته شاوخوا اته بجې او ۲۵ دقیقې شوې ده، چې اوس یې به اړه څېړنه روانه ده.
د رپوټونو له مخې، جو بایډن په وروستیو اونیو کې جو بایډن د دلایر ایالت په همدې کور کې اوسېده.
څلور میاشتې مخکې په یوه ورته پېشه کې یوه کس، چې په لاس کې یې چړه وه، د سپینې ماڼۍ پر خوا یې منډې وهلې، ونیول شو.
له پېښې وروسته، د امریکا د پټو خدمتونو مشر له دندې لیرې شو.
د امریکا د لوړپوړو چارواکو او د هغوی د کورنیو ساتل د امریکا د پټو خدمتونو د څانګې پرغاړه دي.


















