امریکا د پوځي بو برګډال 'سرغړونه' څېړي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا پوځ د طالبانو له خوا د تبادله شوي سرتېري بو برګډال په اړه پلټنه کوي، چې څرنګه له خپلې اډې وتلی او د طالبانو لاس ته لوېدلی و.
د دغې پلټنې مسؤولیت جهنرال کنت دال ته ورسپارل شوی، چې نوموړي هم د افغانستان په پوځي عملیاتو کې ګډون کړی و.
خوشی شوی امریکایی سرتېری بو برګډال د تېرې جمعې پر ورځ له جرمني نه تر درملنې وروسته خپل هېواد ته ستون شو.
څو ورځې وړاندې برګډال طالبانو له ګوانتانامو زندان نه د خپلو پنځو جګپوړو طالب مشرانو د خوشي کولو په تبادله کې امریکايي ځواکونو ته وسپاره.
څینې څارونکي برګډال د پوځي دندې پرمهال د خدمت په پرېښودو تورنوي او هغه ته یې د غوږ ورتاوولو سپارښتنه کړې ده.
د امریکا د دفاع وزارت (پنتاګون) مخکې پرېکړه کړې وه، چې ښاغلی برګدال پرته له دې چې خپل پوځي قومندان خبر کړي، د افغانستان پکتیکا ولایت کې له خپلې اډې وتلی او د طالبانو لاس ته لوېدلی و.
۲۸ کلن برګډال د تېرې جمعې په ورځ د جرمني له یوه پوځي روغتون نه د امریکا ټکساس ایالت بروک پوځي مرکز ته د پاتې طبي ازموینو د بشپړلوو لپاره ولېږدول شو.
په امریکا کې د برګډال د خوشي کېدو په مقابل کې د پنځو طالب مشرانو پر خوشي کولو ځینو قانون جوړوونکو نیوکې کړې وې.


















