
محمد سعید رمضان البوطي د واکمن نظام ملاتړی و.
محمد سعید رمضان چې په (البوطي) یې شهرت درلود، په ۱۹۲۹ کال د سوریې شمالي عین دیوار کلي کې زیږېدلی، بیا له خپل پلار سره په څلور کلنۍ کې دمشق ته لږېدېدلی دی.
کردي الاصله البوطي په ۱۹۵۳ کال د الازهر پوهنتون شرعیاتو پوهنځي کې شامل شو، بیا یې په ۱۹۵۶ کال د الازهر پوهنتون د عربي ژبې په تربیه څانګه کې دپلوم ترلاسه کړ.
دغه وتلي سني عالم، چې د واکمن سوري نظام ملاتړی و، د بشارالاسد پرضد د پاڅون کوونکو خلاف ویناوې کولې.
د حمص ښار په لېسو کې یې تدریس کړی، بیا د دمشق پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رییس ټاکل شوی.
البوطي له الازهر پوهنتون په ۱۹۶۵ کال دوکتورا ترلاسه کړه.
نوموړي د خپل ژوند په اوږدو کې په ګڼو تلوېزیوني پروګرامونو کې ګډون کړی، او تل به د دمشق په الایمان جومات کې پر سبقونو او تدریس بوخت و.

د سوري مخالفانو شورا د البوطي وژل کېدل غندلي دي.
الایمان جامع جومات کې د تېرې پنجشنبې پر ماښام چاودنه وشوه.
البوطي په دغه جومات کې خطیب هم و، چې جومات د الاموي جومات په نامه شهرت لري.
نوموړي په سوریه کې اوسنی تاوتریخوالی د اسراییلو ښکاره جګړه بللې ده، او د حکومت پر وسله والو مخالفانو او خپلواک پوځ یې نیوکې کولې.












