
د طاهراشرفي څرګندونې په افغانستان کې په کلکه وغندلې شوې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد د عالمانو د شورا مشر علامه طاهراشرفي هغه څرګندونې، چې افغانستان کې یې د ځان وژونکو بریدونو په اړه کړې، د پاکستاني حکومت نظر نه دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیانیه د افغان ولمشر حامد کرزي له هغو څرګندونو ورسته خپره شوه چې په کې نوموړي ویلي، طاهراشرفي د پاکستاني حکومت لخوا افغان پلاوي سره د خبرو لپاره ټاکل شوی و او د هغه بیان ښیي چې 'ګاونډی هېواد د ترهګرۍ ضد جګړه کې مخلص نه دی'.
افغانستان کې د دواړوهېوادونو د دیني عالمانو دې میاشت کې د کېدونکي کنفرانس له بایکاټ ورسته طاهراشرفي یوه شخصي افغان ټیلويزيون سره په مرکه کې ویلي و چې ' کشمیر د هند ، فلسطین د اسراییلو او افغانستان د امریکایانو لخوا اشغال شوي دي او که چېرې مسلمانانو سره اټومي بم نه وي، نو هغوی باید د الله لپاره ځانونه قربان کړي.'
د طاهراشرفي څرګندونې په افغانستان کې په کلکه وغندلې شوې، خو د ښاغلي کرزي له څرګندونو ورسته پاکستان هم رسمي غبرګون څرګند کړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې 'د خلکو شخصي بیانونه هېڅکله هم د پاکستان د حکومت دریځ نه څرګندوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي 'پاکستان کې دیني عالمانو بیا بیا ځان وژونکي بریدونه غندلي او دغه عمل یې د مذهب پر ضدبللی'.
ویاند دا هم ویلي، چې طاهر اشرفي ده ته منسوبې شوې څرګندونې رد کړې. بل لور ته طاهر اشرفي بي بي سي ته ویلي چې شخصي تیلويزيون د ده په وینا 'مرکه کې خیانت کړی او ډېره برخه یې نه ده خپره.'
د پاکستان او افغانستان ترمنځ نوې لانجه د دواړو هېوادونو د عالمانو د کنفرانس پر سر راپورته شوې چې پاکستاني عالمانو یې په دې ادعا بایکاټ اعلان کړ، چې کیداې شي د طالبانو پر ضد په کې فتوی جاري شي، چې افغان عالمانو دا خبره سمه نه ده بللې.












