
د سوريې پرجګړې اوس دوه کلونه تېرېږي، م م اټکل کوي چې په دغه جګړه کې لږترلږه ۷۰ زره کسان وژل شوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د سوريې حکومت او مخالفې ډلې هڅولې چې سره ناسته کې له هغه څه ګټه واخلي چې ده د فرصت يوه وړه کړکۍ وبلله.
ښاغلي بان دغه څرګندونې د سوريې لپاره ځانګړي استازي لاخضر ابراهيمي سره له شخصي خبرو مخکې په جينيوا کې د م م مرکز کې کولې.
د سوريې پرجګړې اوس دوه کلونه تېرېږي، م م اټکل کوي چې په دغه جګړه کې لږترلږه ۷۰ زره کسان وژل شوي او نژدې يو میليون کډوالۍ ته اړ شوي دي.
له جينيوا نه د بي بي سي خبرياله ايموجين فولکس خپل راپور کې وايي:
د ملګرو ملتونو سرمنشي څرګندونې داسې ښکاري د هغو تازه اشارو پخلی کوي چې د سوريې مخالفې ډلې او د حکومت غړي، يا لږ ترلږه ځينې کېدای شي مخامخ خبرو لپاره چمتو وي. بان کي مون دا د فرصت يوه وړه کړکۍ وبلله، چې ده ترې د ګټې اخيستو لپاره دواړه خواوې په ټینګار وهڅولې. نوموړي خبرداری ورکړ چې کېدی شي دغه کړکۍ ډېر ژر وتړله شي.
"د داسې پراخو خبرو د شونتيا په اړه د پوښتنې په ځواب کې چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړي په کې شامل وي، ښاغلي بان وويل داسې څه پلانونه نه شته."
د داسې پراخو خبرو د شونتيا په اړه پوښتنې په ځواب کې چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړي په کې شامل وي، ښاغلي بان وويل داسې څه پلانونه نه شته او زياته يې کړه ملګري ملتونه د غورواوي ډېرې کمې لارې لري، پرته له دې چې د بشري مرستو بهير روان وساتي:
"د هېواد دننه د سياسي خبرو يا سياسي حل نشتوالي کې، څه چې موږ يې بايد اوسمهال وکړو، د خپلې بشري مرستې زياتوالی دی. په يوازې يوه مياشت، فبرورۍ کې موږ ۱۵۰ زره کډوال وليدل. د تښتېدونکو خلکو شمېر چې په چټک ډول زياتېږي، زموږ سره له شته وسايلو او سرچينو اوښتی دی."
د ملګرو ملتونو سرمنشي وويل سوريه کې د پرله پسې ناورين په اړه خواشينی دی. ټاکل شوي ښاغلی بان نن شنبه/خالي (د مارچ ۲) په جينوا کې د سوريې لپاره ځانګړي استازي لاخضر ابراهيمي سره خبرې وکړي. دغه خبرې به د تړلو دروازو تر شا وي، خو ښاغلي بان وويل تمه لري چې ډېرې ژورې خبرې به وي.












