
د سوریې د ملي ايیتلاف مشر معاذ الخطیب د اټالیا په روم ښار کې رابلل شوې غونډې کې د ګډون اعلان کړی.
سوریه کې اپوزېسیون ګوندونو خپله هغه پرېکړه بدله کړې، چې ګواکې دغه هېواد کې به د سولې ټینګښت لپاره په نړیوالو غونډو کې ګډون نه کوي.
د سوریې د ملي ايیتلاف مشر معاذ الخطیب د ایټالیا په روم ښار کې رابلل شوې غونډې کې د ګډون اعلان کړی.
هغه زیاته کړه، دوی ځکه خپله پرېکړه بدله کړه، چې د امریکا متحده ایالتواو برتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو د سوریې له خلکو سره د ځانګړو مرستو زیاتولو ژمنه ورسره وکړه.
د سوریې اپوزېسیون اییتلاف په نړیوالو دیپلوماتیکو مذاکراتو کې د ګډون نه کولو پرېکړه، ځکه کړې وه، چې د دوی په وینا نړیواله ټولنه و نه توانېده، په سوریه کې د ټولوژنې مخه ونیسي.
له دې مخکې د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري برتانیا ته د سفر پر مهال ویلي و، چې د سوریې اپوزېسیون باید په هغه غونډه کې ګډون وکړي، چې د پنجشنبې په ورځ روم ته بلل شوې.
د ښاغلي کېري په وینا دی باوري دی، چې د سوریې خلک پایله لرونکي مذاکرات غواړي او دی ژمنه کوي، چې دغه مذاکرات به تشې خبرې نه وي.
د سوریې اپوزېسیون د روسیې لخوا بشارالاسد حکومت ته د سکاډ توغندیو پر ورکړه سخت اعتراض لري.
د دوشنبې په ورځ جان کېري د برتانیا د بهرنیو چارو له وزیر ویلیم هېګ سره له خبرو وروسته د سوریې د اپوزېسیون له مشر معاذالخطیب سره هم ټیلیفون کې وغږید.
له دې اړیکې وروسته د سوریې اپوزېسیون مشر په مذاکراتو کې د ګډون کولو اعلان وکړ.
بل لور ته د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، حکومت یې د وسله والو یاغیانو په ګډون له خپلو ټولو مخالفانو سره خبرو ته چمتو دی. د سوري اپوزېسیون اییتلاف مشر معاذ الخطیب درې اونۍ مخکې په خپل هېواد کې د جګړې ختمولو لپاره له بشارالاسد حکومت سره خبرو ته چمتووالی څرګند کړی و.
د روسیې په ګډون نړیوالو قوتونو د دې هڅو ملاتړ کړی و.












