
پیلای وړندې هم له امنیت شورا څخه څو ځلې غوښتنه کړې وه، چې د سوریې قضیه دې جنايي محکمې ته وسپارله شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو استازې ناوي پیلای وايي، د سوریې ولسمشر باید ژر تر ژره د جنګي جنګي او بشري حقونو د سرغړونو په اړه ځواب ووايي.
هغې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د سوریې روان کړکېچ ختمولو لپاره، چې اوس پر یوه ناورین اوښتی، بېړني ګامونه واخلي.
ناوي پیلای، چې د برتانیا له څلورم چینل سره یې خبرې کولې، یوځل بیا ټینګار وکړ، چې ولې اسد د جنګي جرمونو په اړه نه پوښتل کېږي:
جنګي جرم
"دا کار تر اوسه هېڅ نه دی شوی، خو باید وشي، ۱۸ میاشتې وړاندې مې د اسد له خوا د جنګي جرمونو ثبوتونه او دلایل وړاندې کړل، داسې ثبوتونه هم شته، چې د اسد ځواکونو او ورسره د نورو ملګرو هېوادونو قاتلانو په سوریه کې د بشر ضد او جنګي جرمونه کړي دي."
دا وايي، چې د اسد د محاکمه کېدو قضیه باید د امنیت شورا له لوري د جنګي جرمونو پروړاندې نړیوالې محکمې ته وسپارل شي.
پر همدې مهال، د ملګرو ملتونو دغې استازې ویلي، چې حکومتونه باید یا د مداخلې او یا هم د کړکېچ د ختمولو او د اوربند لپاره سوریه کې مداخله وکړي.
پیلای وايي، په امنیت شورا کې ځینې غړي هېوادونه په زور سره سوریه کې د ملګرو ملتونو له مداخلې او د و اکمن نظام د چپه کېدو سره مخالفت کوي:

ځینې رپوټونه وايي، سوري ځواکونو کلسټر بمونه هم کارولي.
"که چېرې دا شک نه وي، چې د لیبیا، سوریې او افغانستان په څېر دې مداخله اوږدې جګړې ته لاره هواره نه کړي، او د ولسي مرګ ژوبلې لامل ونه ګرځي، باید ژر تر ژره سوریه کې پوځي مداخله وشي. "
پیلای وړندې هم له امنیت شورا څخه څو ځلې غوښتنه کړې وه، چې د سوریې قضیه دې جنايي محکمې ته وسپارله شي.
دا څرګندونې داسې مهال راغلې، چې څو ورځې وړاندې د سویس په مشرۍ ۵۷ هېوادونو په سوریه کې د جنګي جرمونو د پلټڼو غوښتنه کړې وه.
دوی وروسته تر هغه د جنګي جرمونو د قضیې د پلټنې غوښتونکي شول، چې ځینو رپوټونو سوري ځواک د کلېکاږل (کلسټر) خوشه يي بمونو په کارولو او تښتونو تورن کړل.
روسیه او چین پر اسد د بندیزونو د درېیو فرمانونو د صادرېدو پر ضد ودرېد او د امنیت شورا پرېکړه یې (ویټو) کړه.












