
د ډايرېکټر سټيون سپېلبرګ (لېنکن) مستند ډوله فیلم د مراسمو تر ټولو زياتو جايزو ته نومول شوی دی.
د هاليووډ جايزو له سترو مراسمو څخه یو (ګولډن ګلوب) په لاس انجلس کې روان دي. د فلم او ټلویزيون د پردې ستوري په ډېر ساړه موسم کې پر سره غالۍ د رسنيو پر وړاندې څرګند شوي دي.
د ډايرېکټر سټيون سپېلبرګ (لېنکن) مستند ډوله فلم د مراسمو تر ټولو زياتو جايزو ته نومول شوی دی.
خو د کوېنټېن ټارانټينو د (جانګو له ځنځير خلاص شوی) سيال فلم له وړاندې يوه جايزه ګټلې ده.
کریسټوف والټزپه کې د دغه فلم غوره مرستندويه لوبغاړي جايزه وګټله. جوليان مور (لوبې بدلون) ټلویزيوني نيمه لړۍ کې د غوره لوبغاړې جايزه وګټله.
د هاليووډ د فارن ایسوسي اېشن یانې د هالیووډ مېشتو بهرنیانو د استازو د ټولنې له لوري د ګولډن کلوب جایزې مراسم د هالیووډ د بیورلي هیلټن سیمې په روزاویلټ هوټل کې تر سره شول.
فلم جوړونکي بین ایفلیک ته د خپل فلم ارګو پر سر د غوره فلم جوړونکي جایزه ورکړل شوه. فلمي لوبغاړي هیو جیکمین ته بیا د موسیقۍ او کامیډۍ د غوره مرکزي لوبغاړي په کېټوګري کې جایزه ورکړل شوه.
په همدې کیتوګري کې جنېفر لارنس ته د غوره ښځینه لوبغاړې جایزه ورکړل شوه.
برتانوي سندرغاړې اډیل ته د هغې د فلم سکای فال د تهیم سندرې لپاره جایزه ورکړل شوه.
"د ارګو نومي فلم په وړاندې څو مشهور فلمونه وو. په دې لړ کې د انګ لي (لایف اف پای) د سپېل برګ (لنکن) او د اسامه بن لادن د لټون پر کېسه جوړ شوی (زیرو ډارک تهرټي) نومي فلمونه هم د یادونې دي."
موسیقار مایکل دنا ته د (لایف اف پای) نومي فلم لپاره د موسیقۍ پر غوره ترتیب جایزه ورکړل شوه. د غوره بهرني فلم جایزه د اتریش فلم جوړونکي مایکل هینکي ته د خپل فلم (آمور) لپاره ورکړل شوه.
هوم لنډ نومي ټلویزوني ډرامې ته د غوره ډرامې جایزه ورکړل شوه او د همدې ډرامې لوبغاړي ډیمیین لیوس هم د غوره رول لپاره جایزه تر لاسه کړه.
د غوره سندر غاړې په توګه د جایزې تر لاسه کولو پر مهال سندرغاړې اډل وویل:
"رښتیا وایم زه له خپلې ملګرې اېډا سره نایټ اوټ (ساعت تېري) لپاره راغلې وم، موږ په دا وروستیو کې د نویو ماشومانو مېندې شوې یو، زه په رښتیا د ساعت تېري لپاره وتلې وم، د دې جایزې تر لاسه کولو هېڅ تمه مې نه درلوده."
د ارګو نومي فلم په وړاندې څو مشهور فلمونه وو. په دې لړ کې د انګ لي (لایف اف پای) د سپېل برګ (لنکن) او د اسامه بن لادن د لټون پر کېسه جوړ شوی (زیرو ډارک تهرټي) نومي فلمونه هم د یادونې دي. ارګو په ۱۹۷۹ کې تهران کې د یرغمل شویو امریکایانو د کېسې پر بنسټ جوړ شوی فلم دی.












