
د روانې مياشتې په وروستوکې به د بېړنيو مرستو لپاره نورو ۵۰ ميلياردو ډالرو بېلولو ته هم رايه واچول شي.
د امريکا د متحده ايالاتو کانگریس د سوپر سنډي په نامه توپان چې په تېر اکتوبر کې يې د امریکا د ختېځو سیمو ځيني برخې وځپلې قربانيانو ته، د مرستې لپاره نژدې۱۰ ميليارده ډالر تصويب کړي.
خو د ماليو د لوړيدو او عامه لگښتونو د کمولو د مخنيوي د لانجمنې مسلې له امله د اوونۍ په پيل کې د دغې لايحې په تصويبولو کې د کانگریس پاتې راتلو، په سختو ځپل شويو سيمو کې د خلکو غوسه رواپاراوله .
د روانې مياشتې په وروستیوکې به د بېړنيو مرستو لپاره نورو ۵۰ ميلياردو ډالرو بېلولو ته هم رايه واچول شي.
په تېر ډسمبر کې ولسمشر اوباما له کانګریسه غوښتي وو، چې د توپان ځپلو سره مرستې ته ۶۰،۵ میلیارډه ډالر بېل کړي.
"د امریکا د کانګریس دواړو جرګو د مالیو د لوړېدو د مخنیوي لپاره تېره اوونۍ یو مهم سند تصویب کړ، چې له څو ورځو راهیسې یې پر هوکړه خبرې روانې وې."
د سپینې ماڼۍ ویاند وویل د سنډي توپان د زیان زیاته برخه د بیمو شرکتونه نه شي پوره کولی.
دغه توپان تر ۱۰۰ زیات کسان ووژل، د نیو یارک ځمکې لاندې اورګاډي ته سېلابونه ور ننوتل او په شمال ختیځو ایالتونو کې یې ډېر کورونه ړنګ کړل.
د امریکا د کانګریس دواړو جرګو د مالیو د لوړېدو د مخنیوي لپاره تېره اوونۍ یو مهم سند تصویب کړ، چې له څو ورځو راهیسې یې پر هوکړه خبرې روانې وې.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دې هوکړې هرکلی وکړاو ویې ویل، چمتو دی چې د خپل هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره په راتلونکو خبرو اترو کې جوړ جاړی وکړي.












