
بلاول بوټو اوسنۍ پاکستاني اداره د خپلې مور د وژنې ددوسیې په څېړلو کې پاتې وبلله.
پاکستان کې د مخکنۍ وژل شوې لومړۍ وزیر بې نظیر بوټو د وژل کېدو پنځم تلین ولمانځه.
د پاکستان پیپلز ګوند سلګونه کسان په سین ایالت کې د بوټو کورنۍ د اوسېدو سیمه کې راغونډ شوي وو.
بې نظير بوټو د ۲۰۰۷ کال د ټاکنیز کمپاین پرمهال ووژل شوه.
راغونډو شوو خلکو ته د بې نظیر بوټو زوی بلاول بوټو وویل، غواړي چې د خپل پلار ترڅنګ سیاسي ډګر ته ځان داخل کړي.
۲۴ کلن بلاول وویلي، د خپلې مور او بابا ذوالفقار پر ګامونو بل پل کېږدي او د هغوی تګلاره به عملي کړي.
ذوالفقار علي بوټو د پیپلز ګوند بنسټګر و.
بلاول بوټو اوسنۍ پاکستاني اداره د خپلې مور د وژنې ددوسیې په څېړلو کې پاتې وبلله.
د لندن له اکسفورډ پوهنتون څخه دغه فارغ شوي ځوان وویل: "زه د بې نظير بوټو زوی یم، د خپلې مور د وژنې لامل غواړم، او قاتلین یې باید معلوم شي."
که څه هم د آغلې بوټو تر وژل کېدا وروسته د پاکستاني طالبانو د هغه وخت پر مشر بیت الله مسید د هغې د وژل کېدو پړه واچوله شوه، خو ښاغلي مسید د ۲۰۰۹ په اګست کې د امریکايي څارګرو الوتکو په برید کې له وژل کېدا مخکې دا تور رد کړ.
د پاکستان پولیسو د بوټو په وژنه کې پنځه تورن کسان نیولي.
د پاکستان د پیپلز ګوند چې بلاول یې هم غړی دی، او عالي قضایه ارګان ترمنځ د فساد پر سر د تور له کبله اړیکي ترینګلي شوي دي.
ولسمشر زرداري د تېرې پنجشنبې په ورځ د سیند په جوړو شوو مراسمو کې وویل، چې د خلکو ګوند (پیپلز پارټي) د راتلونکو ټاکنو لپاره د شفافې فضا رامنځ ته کولو هلې ځلې کوي.
د بوټو تر وژل کېدا وروسته، زرداري خپل زوی د پیپلز ګوند مشر وټاکه، او خپل ځان یې هم د ګوند د مشرانو له ډلې بللی و.
خو لومړی وزیر راجا پروېزر اشرف بیا ټینګار وکړ، چې بلاول به د پاکستان په سیاست او دیموکراسۍ کې مهم رول ولوبوي.
د پاکستان د اوسني حکومت د واکمنۍ دوره تر پنځو کالو وروسته په راتلونکې مارچ کې پای ته رسېږي.
د قانون له مخې به ټاکنې کېږي.












