د اسرائیلو پوځ وايي، غزه کې به اوربند دوام وکړي

د خپرېدو وخت

اسرائیل او حماس په غزه کې د موقت اوربند پر غځولو سلا شوي دي. دا هوکړه د روان اوربند شپږمې او وروستۍ ورځې له پای ته رسېدو ایله څو دقیقې مخکې اعلان شوه.

په پام کې وه، چې له ځايي وخت سره سم د ګهیځ پر پنځو بجو اوربند پای ته ورسېږي، خو اسرائیلي پوځ ویلي: ''د حماس له لوري د یرغمل شویو کسانو خوشي کېدو لپاره به د منځګړو د هڅو په رڼا کې اوس (اوربند) وغځول شي. ''

وروستي پرمختګونه په لاندې ډول دي.

  • منځګړي قطر ویلي، د قطر او اسرائیل تر منځ خبرې به د بلې ورځې لپاره هم دوام وکړي.
  • قطر ویلي د اوربند شرطونه به چې د جګړې درول او نورو مرستو ته د لېږد اجازه هم پکې شامله ده، پر خپل ځای پاتې شي.
  • د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د جګړې وقفې اوږدولو خبرو لپاره اسرائیل ته رسېدلی. د حماس له لوري ۱۶ نور یرغمل شوي کسان خوشي شوي او دغه راز ۳۰ فلسطیني بندیان د اسرائیل له زندانه خوشي شوي دي.
  • ۱۴۵ کسان لا هم یرغمل پاتې دي.
  • په اسرائیل کې د امبولانسي خدماتو یوه اداره میګان ډېوډ اډوم ویلي، بیت المقدس کې د ډزو یوه پېښه کې یوه ښځه وژل شوې او اته کسان ټپيان شوي دي.

له دې مخکې د اسرائیلي زندانونو چارواکو وویل پر چهارشنبه یې ۳۰ نور فلسطیني زندانیان خوشي کړي دي. دا د اوربند هوکړې یوه برخه ده، چې له مخې یې د یرغمل شویو اسرائیليانو بدل کې هغه فلسطینیان خوشي کېږي، چې د اسرائیل په زندانونو کې بندیان وو.

د خوشي شویو فلسطینیانو نومونه او هویت په هکله تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

له دې مخکې حماس لس یرغمل شوي فلسطینیان او څلور تایلنډیان خوشي کړل. اسرائیلي چارواکو له دې مخکې وویل، هغه دوې روسۍ-اسرائیلۍ ښځې هم اسرائیل ته رسېدلې، چې د چارشنبې پر ورځ خوشې شوې وې.

بل لور په لوېدیځه غاړه کې فلسطیني چارواکو پر چارشنبه وویل، د اسرائیلي ځواکونو یوې چاپې په ترڅ کې د دوو ماشومانو په ګډون څلور فلسطینیان وژل شوي دي.

د امنیتي کمرو په اخیستل شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې اته کلن ادم الغول او ۱۴ کلن باسل ابو الوفا په همدې پېښه کې په جنین ښار کې په ډزو وژل کېږي.

اسرائیلي ځواکونه وايي، مشکوکو کسانو چاودیدونکي توکي د دوی پر لور وروغورځول او امنیتي ځواکونو پرې ځوابي ډزې وکړې.

اسرائیلي ځواکونو دغه راز ادعا کړې، چې د دې چاپې ترڅ کې یې دوه ''لوړپوړي ترهګر '' هم وژلي دي.

د العربیه په ګډون د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي دي، چې یو بس چې تازه شوي فلسطینیان پکې ناست وو، په رامله سیمه کې لیدل شوی دی. له تېرو شپږو ورځو راهیسې چې د حماس او اسرائیل تر منځ اوربند شوی، دا یوه مهمه لاره وه.

بل لور د امریکا بهرنیو چارو وزیر له هغه راهیسې چې د اکتوبر پر ۷مه د اسرائیل او حماس تر منځ د جګړې له پیل وروسته دریم ځل اسرائیل ته په یوه سفر تللی. انتوني بلېنکن په تل ابیب کې له اسرائیلي چارواکو سره اوربند پر غځولو او دغه راز غزې ته د نورو مرستو لېږد پر اجازې خبرې کوي.

د یادونې ده، چې پر اسرائیل د اکتوبر پر اوومه د حماس له برید وروسته په غزه تړانګه کې د جګړې له پیل راهیسې په لوېدیځه غاړه کې هم تاوتریخوالی ډېر شوی دی.