تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سویلي افریقا یوه ودانۍ کې د اور لګېدنې له کبله تر ۶۰ ډېر کسان وژل شوي
سویلي افریقا کې ځايي چارواکي وايي، د جوهانسبرګ ښار اپارتمانونو په یوه بلاک کې د اور لګېدو له کبله لږ تر لږه ۶۳ کسان وژل شوي دي.
چارواکي وايي، پېښه کې له ۴۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي. جوهانسبرګ کې چارواکي وايي، تر اوسه څرګنده نه ده، چې د ښار مرکزي برخې دې پنځه پوړیزه ودانۍ کې له څه کبله اور لګېدلی.
د ځايي اطفائې یوه ویاند رابرټ مولایودزي بي بي سي ته وویل، مرستندویانو وکولای شول، د ودانۍ ځینې اوسېدونکي روغ، رمټ بهر ته راوباسي.
نوموړی زیاتوي د اور لمبو ودانۍ سوځولې او په خبره یې د پېښې ښکار شویو کسانو لټون روان دی.
پر خواله رسنۍ ایکس چې مخکې ټویټر نومېده، د ښاغلي مولایودزي لخوا یوه ویډیو خپره شوې، چې د سوځېدلې ودانۍ مخې ته پکې د اطفائې ګاډي او امبولانسونه ښکاري.
په تصویرونو کې د ودانۍ مخې ته د پرتو مړیو کتار هم لیدل کېږي.
دا ودانۍ د ښار په هغه برخه کې موقعیت لري، چې یو مهال د سویلي افریقا دې سوداګریز مرکز کې د اقتصادي چارو لپاره مشهوره وه.
ښاغلی مولایودزي وايي، سوځېدلې ودانۍ د غیر رسمي استوګنځي په توګه کارول کېده.