د کاناډا لومړي وزیر له خپلې مېرمنې بېلتون اعلان کړ
- Author, جسیکا مورفي
- دنده, بي بي سي، ټورنټو
- د خپرېدو وخت
د کاناډا لومړی وزیر جسټین ټروډو له ۱۸ کاله ګډ ژوند وروسته له خپلې مېرمن سوفي بېلتون اعلان کړی.
دې جوړې په یوه انسټاګرام پیغام کې ویلي، د خپل ګډ ژوند له پای ته رسېدو وروسته به هم ''له ډېرې مینې او درناوي سره د یوې نژدې کورنۍ په توګه '' پاتې شي.
دوی وايي، دا پرېکړه یې ''له سختو خو مانا لرونکو خبرو وروسته کړې. ''دوی په ۲۰۰۵ کال کې مونټریال کې واده کړی و او درې اولادونه لري.
د ښاغلي ټروډو دفتر بیا په دې هکله یوه اعلامیه کې ویلي، که څه هم مېړه، مېرمنې د بېلتون هوکړه لاسلیک کړې، خو په عام محضر کې به یو ځای څرګندېږي.
که څه هم دا جوړه په تېره مارچ میاشت کې کاناډا ته د امریکا ولسمشر جو بایډن د سفر پر مهال او دغه راز د بریتانیا پاچا چارلس درېیم د تاجپوشۍ مراسمو کې یو ځای ولیدل شول، خو په دا وروستیو څو کلونو کې ډېری مهال یو ځای نه لیدل کېدل.
له دې مخکې په ۲۰۱۴ کال کې ښاغلي ټروډو په خپل ژوندلیک کې د خپل ګډ ژوند یادونه کړې او لیکلي یې دي: ''زموږ ګډ ژوند بې ستونزو نه دی، موږ له ډېرو لوړو، ژورو تېر شوي یو، خو سوفي مې تر اوسه ښه ملګرې، د ژوند شریکه او معشوقه پاتې شوې ده. ځینې وختونه به ښايي ځورېدلي هم یو، خو موږ یو بل ته تل رښتیني وو. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
د یادونې ده، چې ښاغلی ټروډو دویم کاناډایی لومړی وزیر دی، چې د لومړي وزیر په توګه د رسمي دندې په ترڅ کې له خپلې مېرمنې بېلتون اعلانوي.
له دې مخکې د ده پلار پیري ایلوټ ټروډو او مور یې مارګریټ ټروډو په ۱۹۷۷ کال کې له شپږ کاله ګډ ژوند وروسته له یوه بله بېل شول او بالاخره یې طلاق واخیست.





















