روسیه: اوکرایین مسکو کې د ډرون برید کړی

د خپرېدو وخت

رپوټونه وايي‌ د روسیې پلازمېنه مسکو کې د دوشنبې سهار وختي د ډرون بریدونه شوي چې دوو ودانیو ته پکې زیان اوښتی.

مسکو د دغو بریدونو تور پر اوکرایین پورې کړی دی.

د روسیې دفاع وزارت ویلي دوه ډرون یا بې‌پیلوټه الوتکې یې راغورځولي دي او دا چې په دې پېښه کې مرګژوبله نه ده اوښتې.

له دغه وزارته په خپره شوې اعلامیه کې دا "ترهګریز" برید بلل شوی دی.

د روسیې تاس دولتي خبري اژانس په وینا له دوی یو ډرون د روسیې د دفاع وزارت ودانۍ ته نږدې راپرېوتی.

د اوکرایین حکومت تر اوسه د دغه برید خبر ته غبرګون نه دی ښودلی.

د مسکو ښاروال سرګیې سوبیانین ویلي یو ډرون په ځایي وخت سهار ۴ بجې له یوې غیرې استوګنیزې ودانۍ سره جنګېدلی.

خو هغه زیاته کړې چې دې ودانۍ ته ډېر زیان نه دی اوښتی.

تاس خبري اژانس ویلي‌ د ډرون ځینې ټوټې د مسکو په کومسومولڅکي واټ راپرېوتې دي.‌

د مسکو ترانسپورت ادارې پر خپل ټېلېګرام لیکلي‌ چې دا لار د ترافیکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې.

دا تېرو څو میاشتو کې دریم ځل دی چې روسیه اوکرایین مسکو کې د ډرون بریدونو په ترسره کولو تورنوي.‌

روسي چارواکو د روانې میاشت لومړیو کې ویلي وو چې د اوکرایین د ډرون یوه برید له کبله اړ شوي د مسکو له ونوکووا نړیوال هوايي‌ ډګره د الوتنو مسیر بدل کړي.‌

خو کیېف د هغه برید مسوولیت ونه مانه.‌

په می میاشت کې پر کرېملین ماڼۍ د ډرون برید وشو چې اوکرایین پکې خپله ښکېلتیا رد کړه.‌

مسکو کې د دوشنبې سهار له دغه برید یوه ورځ مخکې روسیې د اوکرایین پر اودېسا بندري ښار د توغندیو بریدونه کړي وو.‌

د یکشنبې ورځې په دغو راکټي بریدونو کې د اودېسا ښار یوې تاریخي کلیسا ته هم زیان اوښتی.

او د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي ګواښ کړی چې د دغه برید غچ به اخلي.