تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا د روسیې پر ولسمشرۍ ماڼۍ د برید پلان چمتو کولو تور رد کړ
- Author, جورج رائټ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
امریکا متحدو ایالتونو د روسیې هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې امریکا د روسیې پر ولسمشرۍ ماڼۍ د چارشنبې ورځې ادعا شوی ډرون برید اصلي طرح چمتو کړې.
روسیه ادعا کوي، چې د دې برید هدف د ولسمشر ولدیمر پوتین وژنې هڅه وه. له هغه وروسته چې روسي چارواکو د دې ادعا شوي برید په لړ کې د پړې ګوته اوکرایین ته ونیوه، د ولسمشر پوتین ویاند وايي، دا برید د واشنګټن په ملاتړ شوی.
د ولسمشرۍ ویاند په خبره ډرون د چارشنبې پر ورځ کریملین کې چې په مرکزي مسکو کې د ګڼ شمېر ودانیو یوه ټولګه ده، ولیدل شو. پر خواله رسنیو داسې ویډیويي کلیپونه خپاره شوي چې په کې پر کریملین دپاسه لوګي لیدل کېږي.
په یوه بل ویډیويي کلیپ کې بیا د ودانیو پر سر یوه کوچنۍ چاودنه هم لیدل کېږي او دوه سړي د یوې کومبتې سر ته د ختلو په حال کې لیدل کېږي.
د پنجشنبې پر ورځ د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمتري پیسکوف له کوم ثبوت وړاندې کولو پرته د دې ادعا شوي برید په هکله وویل، چې ''بې له شکه '' امریکا یې تر شا وه. نوموړي زیاته کړه: ''داسې پرېکړې په کیېف کې نه کېږي، بلکې په واشنګټن کې کېږي. ''
بل لور د امریکا متحدو ایالتونو د ملي امنیت ویاند جان کیربي بیا دا ''یوه مسخره ادعا '' بولي.
ښاغلي کیربي امریکايي رسنیو ته په دې هکله وویل: ''اسانه او اصلي خبره دا ده، چې ښاغلی پیسکوف دروغ وايي. ''
نوموړي زیاته کړه: ''امریکا متحده ایالتونه له دې سره هېڅ تعلق نه لري، موږ اصلاً نه پوهېږو، چې څه پېښ شوي، خو ډاډ درکوم چې هر څه دي، امریکا متحد ایالتونه له دې سره هېڅ ډول تړاو نه لري. ''
د امریکايي چارواکي په وینا دوی هېڅکله اوکرایین نه هڅوي چې له خپلو پولو بهر بریدونه وکړي او نه هم پر مشرانو شخصي بریدونه تائیدوي.
که څه هم ډېری خلک په دې اند دي چې روسیان به په یوه داسې چاره کې چې ولسمشرۍ ماڼۍ یې پکې زیانمېدونکې ښکاره شي، ډېره دلچسپي نه لري، خو اوکراییني چارواکي ادعا کوي، چې د ډرون برید دا پېښه جعلي او د روسیې لخوا ترتیب شوې وه.
اوکرایین مخکې ویلي، دوی له دې ادعا شوي برید سره هېڅ تړاو نه لري. د یادونې ده، چې د برید پر مهال ولسمشر پوتین په ولسمشرۍ ماڼۍ یا کریملین کې نه و.
اوکرایین بیا پر روسي چارواکو تور پورې کوي، چې په اوکرایین کې یې د جګړې زیاتولو لپاره دا ټوله صحنه چمتو کړې. که څه هم په اوکرایین کې له هېڅ ډول وقفې پرته جګړه روانه ده، او د چارشنبې پر ورځ هم په سویلي خېرسون سیمه کې ۲۱ کسان وژل شوي، خو د مسکو له لوري تر اوسه په جګړه کې د پاموړ زیاتوالي نښې نه دي لیدل شوې.
بل لور د اوکرایین په پلازمېنه کیېف کې یو ډرون په هوا کې ویجاړ شوی. دې ډرون د اوکرایین ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې الوت کاوه، چې د اوکراییني چارواکو په وینا له کنټروله وتلی و او دوی د ناوړه عواقبو مخنیوي په پار وویشت.