بريتانيا غواړي يو شمېر پناه غوښتونکي يوې بېړۍ ته ولېږدوي

د خپرېدو وخت

بریتانيا پر پناه غوښتونکو د ډېر لګښت د مخنیوي لپاره، داسې یوه لویه بېړۍ د دوی ساتنې ته ځانګړې کړې چې درې پوړیزه ده او د اوسېدو آسانتیاوې پکې شته.

دغه بېړۍ-ډوله پنډغالی بېبي سټاکهوم (Bibby Stockholm) نومېږي چې د بریتانیا سوېل کې، د پورټلنډ بندر کې، د سمندر څنډې ته نژدې درول شوې او د ۵۰۰ کسانو د ساتلو وړتیا لري.

وروسته له دې چې په بریتانیا کې هغه قانون د پارلمان له خوا ومنل شو چې په کښتیو کې د اوښتونکو ناقانونه کډوالو مخنیوی کوي، اوس یې داسې کار ته مخه کړې چې پر پناه غوښتونکو لګښت راټیټ کړي.

د اروپايي ټولنې له هېوادونو بریتانیا ته په کښتیو کې اوښتونکي ډېری کډوال د دغه هېواد سویل ختیځو سمندرغاړو ته رسېږي، چې دغلته تر ټولو مشهور بندر ډوور نومېږي.

اوس بریتانیا د پورټلنډ په بندر کې چې په سوېل کې او له ډوور بندره لېرې نه دی، یو درې پوړیزه لوی پر اوبو ولاړه کښتۍ-ډوله پنډغالی فعال کړی چې ډېر ژر به پناه غوښتونکي پکې ساتي.

دغه کښتۍ-پنډغالی د سمندر څنډې ته نژدې درول شوی او تر ۱۸ میاشتو به همدلته ولاړ وي. په دې پنډغالي کې ۲۲۲ کوټې دي، د ناستي خونې، ټلویزیون، پخلنځی، د انټرنېټ خونه او د لوبو ځای لري چې ویل کېږي له ۱۸ تر ۶۵ کلن پناه غوښتونکي به په کې ساتل کېږي.

چارواکي وايي د ۵۰۰ کسانو د ساتلو وړتیا لري او دلته به مجرد پناه غوښتونکي ساتي.

د بي بي سي خبریال بن موور چې سیمې ته ورغلی و وايي، پر سې شنبه د کښتۍ له رسېدو سره د سیمې معترض خلک او د بشري حقونو فعالان هم بندر ته ورسېدل چې هرې ډلې خپلې خپلې اندېښنې درلودې.

يوازې څو ساعته وروسته له هغه چې د بریتانیا مشرانو جرګې د ناقانونه کډوالو په اړه نوی قانون پاس کړ، دغه کښتۍ سیمې ته ورسېده.

د دې قانون له مخې به د انګلیس چینل یا د برتانیا او اروپا ترمنځ د سمندر له لارې او نورو لارو چې اوس ناقانونه وبلل شول، راغلي پناه غوښتونکي نه منل کېږي او د رونډا په شان درېیم هېواد ته به لېږل کېږي.

د بریتانیا حکومت چې د محافظه کار ګوند په لاس کې دی د ناقانونه کډوالۍ د قانون وړاندیز کړی و. دا بحثونه وروسته له هغه راوپارېدل چې په ۲۰۲۲ کال کې د ریکارډ کچې کډوال په کوچنیو کښتیو کې بریتانیې ته واوښتل.

اوس به د بریتانیا حکومت د دغه قانون پر بنسټ چې سږ کال په همدې روانې جولای میاشت کې ومنل شو، له کډوالو سره چلند کوي. لومړني ۵۰ پناه غوښتونکي به په څو ورځو کې بېبي سټاکهم کښتۍ پندغالي ته یوړل شي.

د ډورسېت سیمې خلک اندېښنه لري چې د دوی په سیمه کې د ډېرو پناه غوښتونکو اوسېدل به د دوی سیمه ییز حکومتي خدمات تر فشار لاندې راولي، خو حکومت وايي چې اضافي پیسې به ورته ځانګړې کړي.

خو د بشري حقونو فعالان د بریتانیا د حکومت پر دې ډول چلند نیوکه لري او وايي دا د پناه غوښتونکو انساني حق تر پښو لاندې کول دي. دغه فعالان وايي د پناه غوښتونکو د ژوند شرایط باید داسې نه وي.