تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان کډوال د دوبي له پای ته رسېدو سره په بریتانیا کې له هوټلونو ایستل کېږي
- Author, پاول سیډون
- دنده, د بي بي سي سیاسي چارو خبریال
- د خپرېدو وخت
د بریتانیا یو وزیر وايي، ''داسې هېڅ وجه نه شته'' چې د سږ کال دوبي کې به له هغو هوټلونو وتلو وروسته چې په موقت ډول پکې اوسېدل، افغان کډوال بې سرپناه پاتې شي.
وزیر جاني مرسر تائید کړه چې هغه کډوال چې لا هم په داسې هوټلونو کې مېشت دي، چې لګښت یې د بریتانیا خلکو د مالیې له پیسو ورکول کېږی، د جولای میاشتې له پای ته رسېدو مخکې له دې هوټلونو وځي.
د یادونې ده، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته بریتانیا ته کډوال شوي زرګونه افغانان لا هم په موقتو مېشت ځایونو کې ژوند کوي.
د بریتانیا لیبر ګوند بیا پر بریتانوي وزیرانو تور پورې کړی، چې دغه کډوال ''په زور لارو، کوڅو ته شړي.'' د وسله والو ځواکونو علی البدل وزیر لوک پولارد د رضاکارو وزیر ښاغلی مرسر له داسې ''یوه مامور'' سره تشبیه کړ، چې په وینا یې ''د مېشت ځایونو خالي کولو امر پلي کوي.''
خو ښاغلی مرسر بیا وايي، حکومت ''خورا ډېر سخاوت کړی'' او په وینا یې د ښاروالیو شوراګانو ته به اضافي پیسې د دې لپاره ورکړل شي، چې له خلکو سره په بیا مېشت کېدو کې مرسته وشي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بریتانیا ته د دوو پروګرامونو له مخې نژدې ۲۱۱۰۰ کسان ایستل شوي وو. په دې کې داسې کسان شامل وو، چې د زیانمنېدو له احتمالي خطر سره مخامخ وو او د مذهبي لږکیو اړوند کسان هم پکې و او په بل ځانګړي پروګرام کې بیا داسې کسان ایستل شوي چې په افغانستان کې یې له بریتانوي پوځ یا حکومت سره دنده درلوده.
دغسې کسان چې په بریتانیا کې مېشت کړل شوي، په دې هېواد کې د اوسېدو دائمي ویزې تر څنګ د کار اجازه هم ورکړل شوې او تر یوه بریده له دولتي مرستو هم برخمن دي.
د یادونې ده، چې په تېره مارچ میاشت کې بریتانوي چارواکو وویل، تر اوسه له افغانستانه ایستل شوي اته زره کسان په موقتو مېشت ځایونو کې ژوند کوي او نیمايي داسې دي، چې له تېر یوه کال راهیسې په دې ډول مېشت ځایونو کې اوسي.
ښاغلي مرسر د بریتانوي پارلمان دارالعوام یا ولسي جرګې ته وینا کې وویل، له هغه راهیسې ''څو سوه'' کسان له دې موقتو مېشت ځایونو وتلي دي، خو نوموړي کره شمېر یاد نه کړ. نوموړي زیاته کړه له دې ''ګران بیه'' هوټلونو د خلکو وتلو لړ کې پرمختګ شوی، خو په وینا یې لا هم نور کار ته اړتیا شته چې له افغانانو سره له دې مېشت ځایونو د وتلو او ''پر ځان بساینې'' لړ کې د مرستې لپاره باید وشي.
سخته ننګونه
حکومتي چارواکي وايي، له دې موقت مېشت ځایونو د وتلو لپاره په تېره اپریل میاشت کې خلکو ته ویل شوي وو او هغه چې وتلي لږ تر لږه درې میاشتې مخکې ورته ویل شوي وو. د چارواکو په وینا له هغو کسانو سره به د ضرب الاجل په لړ کې له نرمښته کار اخیستل کېږي، چې طبي عذر ولري او یا یوه ټاکل شوي مېشت ځای ته له وتلو مخکې هلته د لنډ مهاله پاتې کېدو اړتیا لري.
چارواکي دغه راز زیاتوي له ښاروالیو سره به د هر کس لپاره ۷۱۰۰ پاونډه اضافي مرسته د دې لپاره وشي، چې د مېشت ځایونو له کرایه کولو مخکې یې د ډیپازیټ یا پېشګي په بڼه ورکړي او یا هم د مېشت ځایونو لپاره د ورځني استعمال توکي پرې رانیسي.
ښاغلي مرسر د پارلمان غړو ته په وینا کې زیاته کړه: ''په داسې حال کې چې حکومت خپل ملاتړ ښيي، داسې هېڅ دلیل نه شته چې د افغانانو یوه کورنۍ دې بې سرپناه پاتې شي.''
بل لور د ځايي حکومتونو اتحادیه چې په انګلستان او ویلز کې د ښاروالیو د ځايي شوراګانو استازیتوب کوي وايي، دوی د هغې طرحې ملاتړ کړی چې افغانان باید په دائمي مېشت ځایونو کې مېشت شي.
خو دوی خبرداری ورکړی چې په مناسبه بیه د دومره شمېر کورونو موندل چې اړتیا یې ده، یوه سخته ننګوونکې موضوع ده.
د ځايي حکومتونو ټولنې یا ایل جي اې مشر شاون ډاویس په دې هکله وویل: ''د ښاروالیو له شوراګانو سره داسې ډېره اندېښنه شته چې ګڼ شمېر کورنۍ- چې ځینې یې په ځانګړې توګه ژر د زیانمنېدو له احتمالي خطر سره مخامخ دي، ښايي بالاخره بې سرپناه پاتې شي.''