د سکاټلنډ یوه ساحل کې د ۵۵ نهنګانو یو ځايي‌ مړینه

د خپرېدو وخت

د سکاټلنډ په یوه سمندرغاړه کې ۵۵ نهنګان مړه شوي دي.

ځايي چارواکو ویلي، دا په تېرو څو لسیزو کې د دومره شمېر نهنګانو د یو ځايي مړینې لومړنۍ پېښه ده.

دا پېښه د سکاټلنډ په "لېويس" ټاپو کې شوې.

چارواکو ویلي، ۵۵ پیلوټ نومي نهنګان د یکشنبې سهار په ډله ییز ډول له اوبو وچې ته راوتلي وو.‌

د سمندري ژویو خیریه بنسټ (بي‌ډي‌ایم‌ایل‌ار) وايي، د نهنګانو له دې ډلې ۱۵ ژوندي وو، خو دا چې سمندر ته یې ستنول او یا تر ډېره یې په وچه کې ساتل ناشوني وو، نو د بې درده وژلو پرېکړه یې وشوه.‌

دوی ویلي، چې مرستندویانو له دغو نهنګانو یو سمندر ته خوشې کړی هم و، خو هغه وروسته بېرته غاړې ته راوتلی.‌

پوښتنه دا ده چې له اوبو وچې ته په دومره شمېر کې د نهنګانو د راوتلو او هلته د سمندرغاړي پر شګلنه ځمکه یې د نښتو لامل څه کېدای شي؟

د سمندري ژویو د خیریه بي بنسټ ویاندې دې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، پیلوټ نهنګان د خپلو پیاوړو ټولنیزو اړیکو له کبله مشهور دي، نو په اغلب ګومان کله چې یو نهنګ په وچه کې ونښلي، نور یې تعقیبوي او خواته ورځي چې له امله یې ډېر نهنګان په وچه کې ګیر پاتې کېږي.

پیلوټ نهنګان د ډولپین نهنګانو د کورنۍ اړوند دي خو جسما تر هغوی کوچني دي او پر بدن هم یو څه ظاهري بېلوونکې نښې لري.

پولیسو له ځايي خلکو غوښتي چې سیمه ته له ورتلو ډډه وکړي.

د دغه خیریه بنسټ حفاظتي مشر "ډان جارویس" بي‌بي‌سي ته ویلي وو، پاتې ژوندي نهنګان چې هر څومره ډېر سمندرغاړه کې پاتېږي، هماغومره ډېر یې د ژوندي پاتېدو چانس کمېږی.

هغه زیاته کړې، نهنګانو په داسې بڼه تکامل کړی چې که په وچه کې را ګیر شي، خپل وزن نه شي کشولی، نو د ایسارېدو پر مهال ځانونه تر مرګه پر ځمکه وهي.

ښاغلي جارویس زیاته کړې، که په ژوندي پاتي شویو نهنګانو کې کوم یو یې بېرته سمندر ته د خوشې کېدو جوګه وي، په دې کار کې له هغوی سره د وترنرانو مرسته اړینه ده.