هند کې د تودوخې څپې له امله د مړینې په اړه پلټنې پیل شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند په شمالي ایالت اتر پردېش کې چارواکو د هغو کسانو د مړینې په اړه پلټنې پیل کړې چې ویل کېږي د تودوخې څپې له امله مړه شوي دي.
د تېرې پنجشنبې او شنبی ورځو تر منځ د اترپردېش په بلیا ولسوالۍ کې د ۵۴ کسانو د مړینې رپوټ ورکړل شوی دی چې لاریونونه یې راپورته کړي دي.
دا ایالت له مرکز لکنو شاوخوا ۲۷۴ کیلومتره لېري واټن کې پروت دی.
د والسوالۍ روغتیايي چارواکو ویلي، د ګرمۍ سختې څپې د سیاسي کړکېچ راپورته کړی.
تېره اوونۍ د اترا پردېش ډېرو برخو کې د تودوخې درجه د ۴۲ او ۴۷ سانتي ګراد تر منځ وه.
حکومت په عمر پخو خلکو ته سپارښتنه کړې چې د ځان د خوندیتوب لپاره په کور پاتې شي.
ګاونډ کې پروت بېهار ایالت کې ځايي رسنیو ویلي، د می ۳۱مې راهیسې ګرمۍ له ۴ ډېر کسان مړه کړي، خو د دغه ایالت حکومتي چارواکي دا شمېر نه دی تایید کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دغه ایالت روغتیايي چارواکو د بي بي سي اړیکو ته ځواب و نه وايه خو د ناورینونو د کنټرول برخې مسوول ډاکتر اومېش کومار بي بي سي ته وویل، له دغه ایالته یې شاوخوا ۱۵-۱۶ د مړینې رپوټونه ترلاسه کړي چې جزیات به یې وروسته خپاره کړي.
په اترا پرادېش کې د جمعې پر ورځ دا جنجالونه وروسته له هغې پیل شول چې د بالیا ولسوالۍ روغتون مشر دیواکر سېنګ خبریالانو ته وویل، شاوخوا ۲۵ کسان مړه شوي او ښايي لامل یې ګرمۍ توده څپه وي.
ښاغلي سېنګ وویل:"د ډېرو ناروغانو عمر له ۶۰ کلونو پورته و او له پخوا ناروغان وو. د تودوخې له امله یې ناروغي سخته شوې او جدي حالت کې روغتون ته بېول شوي دي، دوی د مناسبې درملنې سربېره هم ژوندي پاتې نه شول او مړه شول."
یوه ورځ وروسته نوموړې له خپل موقفه لېري کړل شو. د دغه ایالت مرستیال وزیر وویل، د ډاکټر سېنګ څرګندونې "بې پروا" وې.
نوموړي زیاته کړې چې دولت دا وضعیت "خورا جدي" ګڼي.
هغه زیاته کړې چې د پېښې د پلټلو لپاره یې دوه لوړ پوړي چارواکي ګومارلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ای کی سېنګ چې د پلتنو برخه کې یو له ګومارل شویو چارواکو دی ویلي، دوی سملاسي دا نه شي تائیدولی چې هوا په دغه مړینه کې څه رول لرلی که نه ځکه چې نورو ولسوالیو هم د تودوخې څپې ورته تجربه کړې خو د داسې مړینې رپوټ پکې نه دی ورکړل شوی.
نوموړي خبریالانو ته ویلي، "د تودوخې په څپه کې هوا هغومره هم توده نه ده چې باید وای."
دې مسلې هند کې سیاسي کرکېچ راپورته کړی، د اپوزیسون مشرانو حکومت په بې پروایۍ تورن کړی او ویلي یې دي چې د تودوخې د څپې په اړه یې خلکو ته خبرداری نه دی ورکړی.
د دغه ایالت پخواني وزیر اکلېش یادو ویلي، "هغه کسان چې مړه شوي ټول بېوزله بزګران دي چې پر وخت ورته خواړه او درمل نه دي ور رسېدلي."
د تودوخې څپه په شمالي هند کې د معمول خبره ده، په ځانګړې توګه د مې او جون په میاشتو کې. خو کارپوهان وايي، له پخوا ډېره شدیده شوې او دوام یې غځېدلی.
اپرېل میاشت کې شاوخوا ۱۲ کسان د تودوخې له امله مړه شول.
د رپوټونو له مخې، دا کسان د جایزو د ورکړې په مراسمو کې تر سوزنده اسمان لاندې ولاړ و او د بیا د ماهاراشترا ایالت روغتون کې بستري شول.
یوه څېړه کې چې تېر کال د د لنسېټ (The Lancet ) له خوا خپره شوه موندل شوي چې هند د ۲۰۰، ۲۰۰۴، ۲۰۱۷ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ د سختې ګرمۍ له امله د مړینې په کچه کې ۵۵ سلنه زیاتوالي ښکاري.




















