هند کې د تودوخې ستونزه؛ راتلونکی اوړی ډېر تود اټکل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
هند په تېره یوه پیړۍ کې تر ټولو ګرمه فبروري میاشت درلوده اوس د ډېر ګرم وړي په تمه دی.
د هند د هوا پيژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې هېواد یې له ۱۹۰۱ کال راهیسې تر ټولو توده فبروري میاشت ثبت کړې ده او باید د ډېر ګرم اوړي لپاره چمتوالی ونیسي.
سږ کال هلته په منځني ډول د ورځې تودوخه ۲۹.۵ درجې سانتي ګراد ثبت شوې او دا په هند کې د ریکارډونو د ثبت له پیل راهیسې تر ټولو لوړه درجه ده.
د هند د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې له مارچ میاشتې تر مې میاشتې پورې به د تودوخې څپه له معمول څخه ډېره لوړه وي.
اوږده تودوخه کولی شي د غنمو په تولید اغېزه وکړي او د بریښنا لګښت زیات کړي.
معمولا هند باندې اوړي کې د تودوخې څپې راځي په ځانګړي ډول مې او جون میاشت کې خو تېر کال د دوبي څپه د معمول پرتله ډېره توده وه.
همدارنګه تېر کال د مارچ میاشت د ۱۹۰۱ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ تر ټولو توده میاشت ثبت شوې وه او کېدای شي سږ کال هم دا تکرار شي.
کارپوهانو دا هم ویلي چې هند اوس د ګرمۍ له سختې څپې سره مخامخ دی چې د اوږدې مودې لپاره دوام کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هند تېر کال وروسته له هغه د غنمو پر صادراتو بندیز ولګاوه چې نامعمولې ګرمې هوا په حاصلاتو اغېزه وکړه او په سیمه ایزو بازارونو کې د غنمو بیې لوړې شوې.
هندي حکومت د فبرورۍ په میاشت کې یوه کمېټه جوړه کړه چې د سږ کال په حاصلاتو باندې د تودوخې د لوړې اغېزې څارنه وکړي.
هند په نړۍ کې د غنمو دوهم لوی تولیدونکی دی.
د تېر کال د تودوخې درجې د برېښنا په لګښت کې هم زیاتوالی راوستی و، چې په ډېرو سیمو کې د برېښنا د بندېدو لامل شوې وه.
یو شمېر کارپوهانو د ټولنې پر بې وزلو خلکو د تودوخې د زیاتې اغېزې په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د چاپیریال ساینس پوه ډاکټر چاندني سنګ تېر کال بي بي سي ته ویلي و: "د تودوخې څپې کولی شي ناوړه روغتیايي پایلې ولري.
هند کې د یوې څېړنې له مخې چې تېر کال خپره شوې وه، د ۲۰۰۰ او ۲۰۰۴ ترمنځ بیا د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۱ کال ترمنځ، د سختې ګرمۍ له امله مړینه کې ۵۵ سلنه زیاتوالی راغلی و.




















