تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: تېر کال په ريکارډ کچه خلک له خپلو مېنو وتلو ته اړ شوي
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (يو اېن اېچ سي ار) وايي تېر کال د جګړو او ډار له امله د ریکارد کچه وګړي له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي او د دې ادارې په وینا سږکال هم دا شمېره زیاته ده.
دغه اداره وايي، په ډسمبر کې ۱۰۸ میلیونه کسان په نړیواله کچه بې کوره شوي او دا تر وړم کاله نهه میلیونه زیات وګړي دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې په رپوټ کې ویل شوي، تېر کال ګڼ شمېر انسانان په خپلو هېوادونو د ناوړه وضعیت او کړېدو له امله کډوالۍ ته اړ شوي. جګړه، تاوتریخوالی، ځورونې او اوس اقلیمي بدلون هم د لاملونو پر دې لیست ور زیات شوی چې خلک له خپلو مېنو تېښتې ته اړ باسي. ملګري ملتونه اندېښنه څرګندوي چې د خوندیتابه او ارام ژوند په هیله کډوال ډېر کله له خطره ډک سفرونه ګالي.
د رپوټ له مخې اوسمهال په نړۍ کې ۱۱۰ میلیونه بې ځایه شوي خلک دي، چې د ۲۰۲۱ کال پرتله ۱۰ میلیونه پرې اضافه شوي. یوازې په تېرو ۱۲ میاشتو کې په اوکرایین او سوډان کې د جګړې له امله د بې ځایه شویو خلکو شمېر نژدې ۱۰ میلیونو ته لوړ شوی. ګڼ کډوال بیا چې تر ۷۵ سلنې زیات کېږي خپل ټاټوبي ته څېرمه خوندي ځای لټوي. لکه ډېر افغانان چې له هېواده بهر پاکستان او ایران ته اوښتي.
ملګري ملتونه لاسنیوي ته د اړمنو کډوالو نیمايي له سوریې، اوکرایین او افغانستان دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ مشر فلیپو ګرانډې د کډوالو دې لوی شمېر ته په اشارې وايي، دا ښيي چې زموږ نړۍ په څه وضعیت کې ده.
نوموړی وايي، "موږ ۱۱۰ میلیون خلک لرو چې د شخړو، ځورونو، توپیري چلند، تاوتریخوالې او نورو لاملونو په ګډون په ځانګړي توګه د اقلیمي بدلون له اغېزو تښتېدلي. له دې ښکاري د نړۍ وضعیت پر بد حال دی."
د دغه رپوټ پر بنسټ د ۲۰۲۲ زېږدیز کال تر ډسمبر میاشت پورې، پنځه میلیونه ۷۰۰ زره اوکراییني وګړي او څلور میلیونه ۴۰۰ زره کسان د افغانستان په شان هېوادونو څخه کډوال شوي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې ویانده شابیه منتو وايي، تر ډېره د کښته او منځني عاید لرونکي هېوادونه د کډوالو کوربانه وي، نوځکه ملګري ملتونه پر شتمنو حکومتونو غږ کوي چې شرایط دې تر دې ډېر نه سختوي. ښاغلي ګرانډي په خپلې وینا کې په ځانګړي ډول بریتانیا ته اشاره کړې چې غواړي کډوال روانډا ته ولېږي.
نوموړی وايي، "یوه خبره چې موږ به یې هېڅکله هم ونه منو هغه دا ده چې هېڅوک هم نه شي کولای په اروپا، امریکا او یا بریتانیا کې د پناه غوښتنې اجازه ولري. نو دغه دروازه باید پرانیستې پاته شي چې بریتانیا کې خلک پناه واخیستلای شي - او دوی روانډا یا بل هېواد ته لېږل چې هلته یې د مېشتېدو د غوښتنې پرېکړه یې وشي - ښه نظریه نه ده."
د ۲۰۲۱ زېږدیز کال اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ګڼ افغانان پاکستان او ایران ته په دې تمه اوښتي چې درېیم هېواد ولېږدول شي. تر اوسه ۱۰۴ هېوادونو د افغان کډوالو کوربتوب کړی دی. هغه افغانان چې ایران او په تېره بیا پاکستان ته تللي، د اقتصادي او حقوقي ملاتړ نه شتون کې، د ژوند له سخت وضعیته سر ټکوي.
يو له دغو کسانو چې ویس الله ساپي نومېږي وايي، "په پاکستان کې حالات ډېر ناوړه دی، له کډوالو سره بد وضعيت روان دی. دوی په بېلابېلو ډولونو ځورول کېږی."
یو اين ايچ سي آر په خپل رپوټ کې ویلي تېر کال افغانانو په ۸۷ هېوادونو کې د پناه غوښتنې ۲۸۰ زره او پنځه سوه غوښتنلیکونه سپارلي چې په کې اتریش، جرمني، ترکیه او امریکا راځي.
ملګري ملتونه د کډوالو د ریکارډ کچې شمېرو سره مخامخ دي ځکه خو د کډوالو د ملاتړ لپاره د یوالې غوښتنه کوي او وایي باید مالي مرسته ور سره وشي چې هغوی په سولیزه فضا کې خپل ژوند له سره پیل کړي.
خو د جګړو پای ته نه رسېدنه به په اوکرایین او سوډان کې نوي کسان، سوریه، افغانستان او مېانمار کې پخواني خلک او عادي کورنۍ د خوندي ژوند په هیله حرکت کولو ته اړباسي.