د کډوالو کړکېچ: هغه کډوال چې د خوندي ژوند په موخه اروپا ته پر لار مري څه تر شا پرېږدي؟

د خپرېدو وخت

هر کال په زرګونه کډوال اروپا ته د تلو په هڅه کې خپل ژوند په خطر کې اچوي. ایټالیا د دې مهاجرت پر لومړۍ کرښه پروت دی.

یوازې دغه تېره مارچ میاشت کې، له ۳۰۰۰ ډېر کسان ورسېدلي دي. تېر کال عین میاشت کې دا شمېر ۱۳۰۰ وو.

د بي بي سي خبریال ټامس نادي د ایټالیا په لامپدوسا ټاپو کې چې اروپا ته د ننوتو لومړنی ځای دی له مهاجرینو پاتې شوي توکي او اسناد لټولي دي. هڅه یې کړې وه چې له دې توکو د یوه څښتن پیدا کړي.