پرتګال کې د کوتربازۍ پر سر شخړه کې څلور کسان وژل

د خپرېدو وخت

رپوټونه وايي، پرتګال کې یوه سړي له ځان وژلو مخکې درې نور سړي وروسته تر هغه په ډزو ووژل چې ویل شوي سیالۍ کوونکو کوترو ته یې د خوړو ورکولو پر سر شخړه وکړه.

دا ډزې په ستوبال ښار کې چې له پلازمېنې لیزبن نه سوېل خوا ته شاوخوا ۵۰ کیلومتره (۳۰ مایله) لیرې دی شوې دي.

سیمه ییزو رسنیو ویلي دا دوښمني د کورنیو کوترو او د سبزیو د یوه ناقانونه باغ په تړاو پیل شوې ده.

په رپوټونو کې ویل شوي قربانیان د کوترو د الوځولو سیالۍ کې د ګډون په حالت کې وو چې په ډزو ووژل شول.

سي اېن اېن پرتګال- رپوټ ورکړی چې ۶۶ کلن مشکوک قاتل د یکشنبې په ورځ د پولیسو له رسېدو سره خپل ځان هم وژلی دی.

د ستوبال د پولیسو کمېشنر اندریا ګونزالیس ویلي، دا وژنه د سړو ترمنځ د ناحل شوې شخړې له کبله ده.

د قضایه پولیسو یوې سرچینې پابلیو خبري وېبپاڼې ته ویلي: "دا اختلاف د کوترو د خوړو اړوند دی".

تر اوسه د مشکوک ډزې کوونکي او نورو قربانیانو هویت نه دی اعلان شوی.

رپوټونه وايي، په وسله سمبال تن د ستوبال په یوه خېمه کې اوسېده.

د پولیسو څېړنې روانې دي.

پرتګال د وسلې محدودوونکی قانون لري،‌ خو ګرمې وسلې د ښکار لپاره قانوني بڼه لري. شوي