د ترکیې په زلزله ځپلو سیمو کې سېلابونو مرګژوبله اړولې
- Author, پاول
- دنده, کیربې
- د خپرېدو وخت
د ترکیې په سویل ختیځو ښارونو کې چې د تېرې میاشتې زلزلې سخت ځپلي، اوس د سېلابونو له کبله ۱۴ کسان مړه شوي او یو شمېر نور تري تم دی.
په مړو شویو کسانو کې هغه هم شامل دي، چې له زلزلې روغ وتلي او په موقتي کېږدیو کې مېشت وو.
په ویډیويي رپوټونو کې لیدل کېږي چې د سانلیورفا ښار په لارو کوڅو کې د سیلابي اوبو څپي ګڼ شمېر ګاډي رغړوي.
په دې ښار کې د ۱۲ کسانو مړه کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.
په ادیامان ښار کې بیا هغه کانتینر اوبو وړی، چې له زلزلې د ژوندي پاتې کسانو دوې کورنۍ پکې اوسېدې. په دې ښار کې یوه ښځه هم له هغو دوو کسانو وه، چې په سیلابي اوبو کې لاهو شوي دي.
په رپوټونو کې ویل شوي چې په ښار کې ګڼ شمېر کسان تري تم دي. چارواکو په کېږدیو کې مېشت کسان نورو ځایونو ته لېږدولي دي.

د عکس سرچینه، Esber Ayaydin/Anadolu Agency via Getty Images
د یادونې ده، چې په دې سیمه کې د فبرورۍ پر شپږمه یوې زورورې زلزلې ۴۸۰۰۰ کسان ووژل او ګڼ شمېر نور بې کوره شول.
د مرستندویه ادارې افاد مسوولین وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې د ادیامان په یوه سیمه کې ۱۳۶ ملي متره باران شوی، په سانلیورفا کې بیا ۱۱۱ ملي متره باران شوی، چې له کبله یې سخت سېلابونه راوتلي دي.
د سانلیورفا والي صالح ایهان وايي، دې ایالت تر اوسه دومره سخت سېلاب نه دې راغلی.
نوموړي له ځايي اوسېدونکو غوښتي چې د کورونو له ځمکتلونو او لاندینیو پوړونو ووځي.

د عکس سرچینه، Esber Ayaydin/Anadolu Agency via Getty Images
د یوې ودانۍ په ځمکتل کې د پنځو کسانو مړي موندل شوي، چې د ترکیې رسنیو د رپوټونو له مخې سوریایان وو.
ویل کېږي د اونۍ په پای کې به د بارانونو زور کم شي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې تر اوسه د زلزلې له اغېزو سره د مبارزې چارې پرمخ بیايي، د راتلونکې مې میاشتې پر ۱۴ نېټه ولسمشریزو ټاکنو ته هم چمتوالی کوي.
نوموړي د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو سېلاب ځپلو سیمو ته استولی دی. په پام کې ده چې د ترکیې اپوزېسیون مشران به هم سېلاب ځپلو سیمو ته سفر وکړي او د ځايي اوسېدونکو لپاره به د لومړنیو اړتیا وړ توکو د مرستو غوښتنه وکړي.




















