تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شي جین پینګ د دریم ځل لپاره د چین ولسمشر شو
د چین ولسمشر شي جین پینګ د دې هیواد د پارلمان لخوا چې د کمونست ګوند تابع دی د دریم ځل لپاره ولسمشر وټاکل شو.
دا غوراوی وروسته له هغه وشو چې ۶۹ کلن شي په خپله واکمنۍ کې ټیکاو رامنځ ته کړ او همدې ټیکاو نوموړی په چین کې تر ټولو پیاوړی رهبر په وروستۍ لسیزه کې کړ.
د چين په حکومتي نظام کې د ولسمشر رول معمولا تشریفاتي وي.
د شي جين پينګ سیاسي ځواک د کمونست ګوند عمومي منشي او د چين د پوځ مرکزي کميسيون د مشرۍ له برکته دی.
نوموړي تېر کال د اکتوبر په میاشت کې یادې دواړه مهمې څوکۍ وګټلې.
لا دمخه دا تمه کیده چې نوموړی به د دریم ځل لپاره د خپل هېواد ولسمشر شي.
راتلونکو ورځو کې ولس ته د خپل لومړي وزیر او بېلابېلو وزیرانو ورپېژندنه به یو بل مهم او لوی بدلون د چین په واکمنۍ کې وي.
تمه کیږي چې نوي لوړ پوړي چارواکي به ټول د شي جین پینګ له ډلې وي د لی کیانګ په ګډون چې د ده دویم کس ګڼل کېږي.
ښاغلي شي په داسې وخت کې له مخکې نه لا زیاتې منګولې په واکمنۍ کې خښې کړې چې هېواد یې د کویډ ۱۹ صفر پالیسۍ څخه د وتوو په حال کې و او د حکومت لګښتونه له حده زیات شوي وو.
دا حالات بیا د نوموړي د حکومت ضد لاریونونو لامل هم شو.
له دوو مهمو غونډو د چین د خلق ملي کنګرې غونډه او د چین د خلق سیاسي مشورتي غوندې څخه به د نوي حکومت د راتلونکو کلونو یون په اړه یو څه څرک ولګېږي.
یادې غونډې همدې اوونۍ کې ترسره کېږي.
د ماو تسه تونګ له وخت راهیسې په چین کې مشرانو د ولسمشرۍ یوازې دوو دورو حق درلود.
کله چې په ۲۰۱۸ کال کې شي دا محدودیت لرې کړ نوموړی به داسې یوه شخصیت بدل شو چې له ماو وروسته یې دا ډول واکمنۍ په چین نه ده کړې.
همدا رنګه نن د چین پارلماني غړو د کمونست ګوند دایمي کمیټې پخوانی غړی ۶۸ کلن هان ژنګ یې د ولسمشر مرستیال وټاکه.