یوې افغانې ښځې په هند کې د سروزرو مډال ګټلی

ګجرات والي اچاریه دېورات راضیه مرادي ته د سروزرو مډال ورکړ.

د عکس سرچینه، Razia Muradi

د عکس تشریح، ګجرات والي اچاریه دېورات راضیه مرادي ته د سروزرو مډال ورکړ.
    • Author, چیریلان مولان
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

راضیه مرادي چې د مخکښ اکاډیمک فعالیت بدل کې د سروزرو مډال اخیستو لپاره دریځ ته تله، په ورته مهال هم خوښه وه او هم خواشینې.

۲۷ کلنه راضیه مرادي له افغانستانه د زدکړو لپاره هند ته تللې او له تېرو دوو کلونو راهیسې هلته په زدکړو بوخته ده.

نوموړې ته دا وروستیو کې په ګجرات ایالت کې اداري چارو کې د ماسټرۍ یوه کورس کې د مخکښ رول له کبله د سرو زرو مډال ورکړل شو، خو کورنۍ یې د دې لاسته راوړنې خوښۍ پر مهال ترې لېرې پاتې وه.

دا وايي: ''د خپل کار او زیار پایلې لیدو ته خوښه وم، خو کورنۍ مې ډېره یادېده. د هغو ټولو افغان ښځو او نجونو په هکله مې هم فکر کاوه، چې له زدکړې او کار محرومې دي. ''

کله چې اغلې مرادي د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې هند ته لاړه، په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا نه و رامنځته شوی، چې له واکمنېدو وروسته یې پر ښځو او نجونو د تعلیم او کار برخه کې ګڼ محدودیتونه ولګول.

دې د لوړو زدکړو لپاره ځکه هند غوره کړی و، چې په وینا یې هلته تعلیمي فرصتونه ډېر او دا هېواد له کلتوري پلوه له افغانستان سره ډېر ورته والی لري.

نوموړې د هند کلتوري اړیکو کونسل یا شورا له لارې سکالرشپ وموند او د ماسټرۍ تر کچې د لوړو زدکړو لپاره د هند ګجرات ایالت کې 'ویر نارماد سویلي ګجرات پوهنتون ' ته لاړه.

دا وايي، غوښتل یې په افغانستان کې خدمت وکړي او د ولس د خیر، ښېګړې لپاره په اداري برخه کې کار وکړي.

د یادونې ده چې اغلې مرادي په افغانستان کې د ښځو چاور او بشري حقونو برخه کې له نړیوالو سازمانونو سره دنده تر سره کړې.

اغلې مرادي ته پر دوشنبه د ګجرات ایالت والي په ټول پوهنتون کې تر ټولو د زیاتو نمرو پر ترلاسه په ویاړ د سروزرو مډال ورکړ.

دا وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې یې د کورنۍ غړي نه دي لیدلي او په نژدې راتلونکي کې هم کور ته د ستنېدو هوډ نه لري، ځکه په وینا اوسمهال ''هلته وضعیت ښه نه دی. ''

راضیه مرادي وايي، ازموینو ته چمتوالی اسانه چاره نه وه.

د عکس سرچینه، Razia muradi

د عکس تشریح، راضیه مرادي وايي، ازموینو ته چمتوالی اسانه چاره نه وه.

د خپل هېواد د اوسني وضعیت په هکله د خبرو پر مهال دا نه ټکنۍ کېږي او په وینا یې فکر کوي دا یې ''مسوولیت '' دی چې باید رښتیا ووايي:

''خلکو دندې له لاسه ورکړې او د پرمختیا او بیا رغاونې پلانونه په ټپه درېدلي دي، د پرمختګ پر ځای هېواد پرشاتګ کوي. ''

دا زیاتوي: ''که موږ پټه خوله پاتې شو، د دې رژیم بدلون په هکله به هېڅ فرصت رامنځته نه شي، دوی (طالبان) غواړي خلک غلي پاتې شي، خو د یوې افغانې ښځې په صفت چې مسوولیت لري باید د هغه اغېز په هکله خبرې وکړم چې د دې رژیم له کبله پر ټولنه کېږي. ''

اغلې مرادي اوس له همدې پوهنتونه د دکتورا سند ترلاسه کولو لپاره لوړې زدکړې کوي او په دې هکله وايي: ''ټولنې او کورنۍ مې تل ملاتړ کړی، د دوی له امله زه په ټولنه کې د یوې فعالې ښځې په صفت پاتې شوم. زه د خپلو ټولو لاسته راوړنو لپاره د دوی د احسان پوروړې یم. ''