ولې زرګونو مېندواره روسۍ مېرمنو ارجنټاین ته مخه کړې؟

الوتکه

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د ارجنټاین حکومتي چارواکي وایې، وروستیو څو میاشتو کې له پنځو زرو ډېرې روسۍ میرمنې چې د زېږون په ورستي پړاو کې دي دغه هېواد ته ورغلي دي.

په دې لړ کې تر ټولو وروستۍ هغه یې ۳۳ مېندواره میرمنې وې چې د تېرې پنجشنبې پر ورځ یوځای په یوه الوتکه کې له روسیې ارجنټاین ته رسیدلي.

د ارجنټاین د کډوالو ادارې د مالوماتو پر بنسټ وروستۍ ورغلي ټولې دا میرمنې د مېندوارۍ په وروستۍ اونۍ کې دي او تر یوې اونۍ به په ارجنټاین کې خپل نوي ماشومان وزېږوي.

دا چې ولې په زرګونو دغو روسۍ مېرمنو ارجنټاین ته مخه کړې واضح څه ځواب نشته، خو فکر کېږي چې دوی غواړي ماشومان یې په ارجنټاین کې وزیږي چې د دغه هېواد تابعیت تر لاسه کړي.

له دې سره ارجنټایني رسنیو ویلي، په وروستیو کې دغه هېواد ته د روسي میرمنو ورتګ د پام وړ ډېر شوی چې یو دلیل یې د روسیې لخوا پر اوکراین کې روانه جګړه یاده شوې ده.

د ارجنټینا د کډوالو ادارې چارواکو د پنجشنبې پر ورځ ورغلې وروستۍ الوتکه کې د روسي میرمنو په اړه ویلي "د پنجشنبې پر ورځ ورغلو مېندواره مېرمنو له ډلې د دریو په اسنادو او کاغذونو کې ستونزه وه او له همدې کبله دوی تر څه وخته په هوایې ډګر کې وساتل شوې."

د چارواکو په وینا دغو مېرمنو پخپلو خبرو کې ویلي "دوی د ارجنټاین لیدو او چکر ته راغلي خو وروسته مالومه شوه، چې د دوی موخه سیل او چکر نه وو او په یوه ډول دوی هم د وضاحت پر مهال پر همدې خبره اعتراف وکړ."

امېندواري

د عکس سرچینه، Getty Images

چارواکو ویلي، روسي میرمنې غواړي ماشومان یې په ارجنټاین کې وزیږي او ورته د دغه هېواد پاسپورټ ورکړل شي "ځکه چې دا د روسیې د پاسپورټ پرتله ډېره ازادي لري."

په دې اړه د ارجنټاین د کډوالو ادارې مشرې فلورینسیا کیریګنانو ویلي " ستونزه دا ده چې مېندواره میرمنې د ماشوم زېږونې لپاره دلته راځي، چې کله یې ماشومان وزیږي دوی هغه د ارجنټایني وګړو په توګه ثبتوي او خپله بېرته روسیې ته ځي، زمونږ پاسپورټ په نړیواله کچه ښه اعتبار او نوم لري چې د دې پاسپورټ لرونکي ۱۷۱ هېوادونو ته له وېزې پرته سفر کولای شي."

له دې سره هم مهاله د روسيې پاسپورټ لرونکي یوازې ۸۷ هېوادونو ته له ویزې پرته د سفر کولو جواز لري، بله ګټه دا چې که د دغو مېرمنو ماشومان د ارجنټاین پاسپورټ واخلي مور او پلار ته یې هم د ارجنټاین پاسپورټ اخیستل اسانیږي.

دا مهال د روسانو تر منځ ارجنټاین ته د 'زېږون سفر' یو له بوختو چارو بلل کیږي او د نورو دلایلو تر څنګ یې د ارجنټاین ښه درملنه هم یو دلیل دی.