تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیه امریکا ته؛ افغانستان مو د 'ترهګرو او نشه يي توکو' ګواښ ته پرېښود
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، امریکا په افغانستان کې له شل کلنې ښکېلتیا وروسته دغه هېواد د "اورپکو او د نشه یي توکو ګواښ ته پرېښود."
ښاغلي لاوروف په مسکو کې د روسي رسنیو له مشرانو سره د روسیې بهرنۍ تګلارې په اړه د وروستیو مالوماتو شریکولو پر مهال پر امریکا توندې نیوکې وکړې.
سرګي لاروف وایې امریکا چې د نړۍ په هره برخه کې د بدلون هڅه کړې، د هغې سیمې خلک یې "غم لړلې تراژیدۍ سره مخ کړي."
نوموړی له افغانستان څخه شل کاله وروسته د امریکایې ځواکونو د وتلو په اړه وایې:
"هغوی وتښتېدل او یو ویجاړ هېواد یې د ترهګرۍ او نشه يي توکو له ګواښونو سره پر ځای پرېښود، دا هر څه د امریکا تر نظر لاندې وشول، ټول په دې واقعیت پوهېږي چې امریکایې سرتیرو د نشه يي توکو له قاچاقچیانو سره لاس یو کړ او کلونه له افغانستان څخه اروپا ته د مخدره توکو په قاچاق بوخت وو."
دغه لوړپوړی روسی دیپلومات امریکا تورنوي چې په شلو کلونو کې یې افغانانو ته "یوه صنعتي کارخونه هم جوړه نه کړه" چې د دې هېواد د بې وزله خلکو ژوند ښه والي کې مرسته وکړي.
ښايي تېرو شلو کلونو کې هاغسې چې تمه یې کېده، افغانستان کې پر ځان د تکیې لپاره ډېر څه نه وي شوي، خو د خلکو د ژوند ښه کېدو لپاره په صنعت، پانګونې او د کرنې په څېر ډېرو برخو کې د پام وړ کارونه لېدل کېږي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر له خوا په خپل تر ټولو لوی سیال امریکا دغه سختې نیوکې داسې مهال بیا بیا تکراریږي چې دغه دواړه هېوادونه د اوکرایین جګړې او نور مسایلو پر سر ژور اختلافات لري.
مسکو پر واشنګټن تور پورې کوي چې د اوکرایین جګړې اوږدولو لپاره له دغه هېواد سره میلیاردونه ډالره پوځي او ملکي مرسته کوي، خو امریکا بیا وايي چې روسیې پر خپلواک هېواد برید کړی چې باید دفاع یې وشي.
پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ په لومړیو کې مسکو له طالبانو سره نژدې اړیکي پالل، خو د روسي چارواکو له وروستیو څرګندونو داسې ښکاري چې روسیه په افغانستان کې د اوسنیو حالاتو په اړه ځینې اندېښنې لري.