تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لوېدیځ ته د ایران ځواب؛ له ښځو سره ستاسې چلند "له ناورینه ډک دی"
ایران د امریکا او اتو نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو نیوکو ته په ځواب کې ویلي، لویدیځو هېوادونو کې د نورو هېوادونو پرتله د ښځو وضعیت خورا "له ناورین ډک" او " خواشینوونکی" دی.
د ایران قضایه قوې د بشري حقونو مرکز له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: "دا د خندا وړ خبره ده چې امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره مداخله کړې، ایران یې د ښځو او نجونو د حقونو په سرغړونه تورن کړی، او ځان د ښځو د حقونو مدافع ګڼي."
امریکا، چیلي، کاناډا، بریتانیا، آیسلنډ، نیوزیلنډ، سویلي کوریا، سویډڼ او استرالیا هغه هېوادونه دي چې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره یې له نړیوالې ټولنې غوښتي، د تکنالوژۍ له شرکتونو سره مرسته وکړي چې،ایراني مېرمنو او نجونو ته د دې اجازه ورکړي، په ازاده توګه د ایران په اړه مالومات د انټرنټ له لارې تبادله کړي.
د ایران قضایه قوې د بشر حقونو مرکز دفتر دغه هېوادونه تورن کړي چې "د ښځو او نجونو حقونه یوازې خپلو سیاسي موخو لپاره د یوې وسیلي په توګه کاروي."
د دغه هېواد قضایه قوې د ښځو په اړه د دغو نهو هېوادونو "طرحه" ناسمه بللې او لیکلي یې دي چې" دوی هڅه کوي د ښځو د حقونو په اړه خپله ناسمه تګلاره پر نورو ملتونو او کلتورونو تحمیل کړي."
له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن پر ټوېټر لیکلي و چې: "ایراني ښځي په زړورتیا سره د احتجاجونو مشري کوي، داسې حال کې چې ایراني چارواکي د دوی د ګواښلو او غلي کولو لپاره د تکنالوژۍ پر بنسټ له جنسیتي تاوتریخواليکار اخلي."
نوموړي ایران کې د لاریون کوونکو ښځو د ځپلو لپاره د ټکنالوژۍ د کارولو د بندولو غوښتنه وکړه.
ایران کې روان احتجاجونه وروسته له هغې پیل شول چې ۲۲ کلنه ایرانۍ مهسا امیني د ایران امربالمعروف پولیسو په بند کې مړه شوه.
په دغو احتجاجونو کې ښځو مخکښ رول لوبولی او "ښځه، ژوند، ازادي" یې له اصلي شعارونو و.
"د ښځو د وضعیت" له کمیسیونه د ایران د ایستلو هڅې
د امریکا د چارشنبې پر ورځ (ډسمبر۱۴مه) ملګرو ملتونو کې د ښځو د وضعیت له کمیسونه د ایران د ایستلو پر پرېکړه لیک رایه اچونه کوي.
ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا توماس ګرینفیلډ پر خپله ټوېټر پاڼه په دې اړه لیکلي:" مونږ باید د ایران د ښځو او مدني ټولنې غوښتنو ته غوږ شو، ایران باید ملګرو ملتونو کې د ښځو د وضعیت له کمیسیونه و ایستل شي."
د ملګرو ملتونو د ښځو له کمیسونه د ایران د ایستلو وړاندیز د امریکا د ولسمشر مرستیالې،کاملا هارس کړی و.
څه موده وړاندې د نړۍ یو شمېر مشهور مېرمنو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د "ښځه، ژوند او ازادۍ" غورځنګ ملاتړ کړی و.
دوی د ایران حکومت له خوا د لاریونوالو ځپل او دوی سره ترسره شوی تاوتریخوالی غندلی و او ایرانۍ ښځو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې وه.
دوی هم په دغه خبرپاڼه کی، ملګرو ملتونو کې د ښځو د وضعیت له کمیسیونه د ایرن اسلامي جمهوریت د استازي د ایستلو غوښتنه کړې وه.
د بشر حقونو ۱۳ نورو سازمانونو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له نړیوالې ټولنې ورته غوښتنه کړې وه.